قطر وایي د فوټبال د نړیوال جام لپاره به ١٠٠ زره پاکستانیانو ته کار ورکړي

د قط‏ر امیر شیخ تمیم بن الثاني اسلام اباد ته د سفر په وخت اعلان کړیدی چې په قطر کې به سل زره پاکستانیانو ته کارونه ورکوي.

قطر او پاکستان د انرژۍ، پانگه اچونې او د پیسو د قاچاق د مخنیوې لپاره تړونونه لاسلیک کړیدی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د قطر د امیر سره یو په یو هم ملاقات کړیدی.

دواړو مشرانو د تجارت او پانگه اچونې د زیاتولو او د ټورزم لپاره د نورو هڅو په کولو ټینگار وکړ او پدغه لړ کې د پیاوړي اقداماتو لپاره یې یوه ډله هم وټاکله.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي د قطر د بهرنو چارو د وزیر سره د خبرو پر وخت په پاکستان کې د انرژۍ په سیکتور کې د موجودو ستونزو په اړه خبرې وکړی.

د قطر د بهرنو چارو وزیر وویل چې دا وخت په قطر کې شاوخوا ١٢٥٠٠٠ پاکستانیان ژوند کوي او د دغه ملک په پرمختگ کې خپله برخه رول لوبوي.

هغه وویل چې د فټبال د نړیوال جام لپاره یې د کارونو لپاره خلک پکار دي او سل زره پاکستانیان چې په قطر کې کارونه غواړي، هغوي ته به کارونه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې عمران خان څو میاشتې مخکې قطر ته سفر کړی و چې د دغه نه وروسته قطر د پاکستانیانو لپاره ویزې نرمې کړیدي.