قطر کې د فوټبال لوبغالو جوړولو کې د مړو شویو زرګونو کارګرانو کورنۍ ماتم کوي

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام لوبو په درشل کې امریکا غږ د هغو کارګرانو له کورنیو سره غږیدلی چې په تېره یوه لسیزه کې په قطر کې ددې لوبو دپاره د لوبغالو د جوړولو په وخت مړه شوي دي. دغه کورنۍ وایي چې غم یي دروند دی او دوی به هیڅکله بېرته عادی ژوند ته ونه ګرځي.

د ۲۰۲۲ کال د جام لوبو د کوربتوب د امتیاز له ګټلو وروسته، د بشري حقونو ډلو او رسنیو په قطر کې له نورو هېوادونو څخه د راغلیو کارګرانو پر وړاندې د زورزیاتیو په اړه ګڼ رپوټونه خپاره کړل. ډیری دغه کارګران د افریقا او آسیا د وچو دي.

د نیپال د دانوشا ولسوالۍ ځوانان د پور په پیسو ځان تر قطره رسوي پدې نیت چې پیسې وګټي او خپل راتلونکی جوړ کړي.

ددغو ځوانانو کورنۍ وایي چې بل انتخاب یي نه درلود. اسلاني دېوې یادېف وایي چې مېړه یې قطر ته له تللو مخکې په نیپال کې په ورځ کې څلور کېلو وریجې ګټلې. د دېفي یادف مېره مونوشیوار په ۲۰۱۸ کال کې په قطر کې مړ شو.

مېرمن یادېف وايي، موږ کوچني ماشومان لرل؛ ځکه یې مېړه پرېکړه وکړه چې د کار لپاره بهر ته لاړ شي چې د خوراک او ښوونځي لګښتونه یې برابر کړي.

مونیشور په دنګو ودانیو کې په تعمیراتي کارونو بوخت و. د کار له خطر سره سره، هغه د شپې لخوا مړ شو او فامیل ته یی وویل شول چې مونیشور د زړه د درېدو له کبله وفات شوی دی.

یادېف وايي، د مېړه مړی یي له پېښې ۱۵ ورځې وروسته راوړل شو او د تدفین مراسم يې ورته پر ځای کړل.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په قطر کې د مړو کارګرانو په سندونو کې د هغوی د مرګ علت د زړه درېدل او نور طبیعي مرګونه لیکل کېږي.

ډاکټران وایي چې سالم ځوانان په طبیعي مرګ نه مري. پدې توګه نو مستخدمین د یوه ګارګر د مرګ مسؤلیت نه اخلي او د نورو کورنیو په څېر ددغه نیپالي کارګر کونډه یوازې پاتې او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.

مېرمن یادېف وویل، د مېړه له مرګ وروسته ورته د عاید کومه بله سرچینه نه ده پاتې، ځکه مجبوره شوه چې خپله ځمکه خرڅه کړي او په پیسو یې د ژوند ضرورتونه پوره کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د ګارډین ورځپاڼې په یو څېړنیر راپور کې راغلي چې د فوټبال لوبو د کوربتوب له ګټلو وروسته په قطر کې ۶۵۰۰ کارګران مړه شوي دي. قطري چارواکو پدې اړه له څه ویلو نه ډډه کړې ده.