د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د سولې ټینګېدو برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د اعلامیې له مخې شاه محمود قریشي دغه څرګندونې نن جمعه جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) په ترکیه کې د (انتالیا ناستې) په څنډه کې د مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال کړي دي.
د بیان له مخې شاه محمود قریشي ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د سیاسي حل لارې غوښتونکی دی او په وینا یې دغه هیواد په هیڅ صورت د پوځي حل لارې او د طالبانو د پوځي تسلط طرفدار نه دی.
د ملي مصالحې عالي شورا د معلوماتو په اساس ښاغلي قریشي ویلي چې د سیمې په اړه د پاکستان سیاست تغیر کړی او په وینا په سیمه کې اقتصادي ګټو ته ګوري چې د افغانستان د سولې او ثبات سره هم مرسته کوي.
د افغانستان د ملي مصالحې شورا عبدالله عبدالله د سولې برخه کې د پاکستان پر همکارۍ ټینګار کړی او په دې برخه کې د هغه هیواد رول مهم بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم له عبدالله عبدالله ملاقات تائید کړی او زیاته کړې ده چې د افغان سولې په اړه یې خبرې کړي دي.
Met @DrabdullahCE & reaffirmed our policy of engagement across the board with Afghan political leadership to forge deeper mutual understanding on bilat relations & peace process. Shared our hope for 🇦🇫 leaders to expedite progress in Intra-Afghan Negotiations for lasting peace. pic.twitter.com/5rsfdjwly9
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) June 18, 2021
خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تل د افغان سولې برخه کې د پاکستان پر عملي همکارۍ ټینګار کړی دی.
افغان حکومت پاکستان په افغانستان کې د حکومت مخالفو جنګېدونکو وسله والو ډلو څخه په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان بیا دغه تورونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړې زیاتې شوي دي.