د وزیرستان د یو پښتون ځوان نقیب الله په قتل تورن پولیس افسر راو انوار د چهارشنبې په ورځ ناڅاپي په عام محضر کې ښکاره شو. هغه ځان پخپله د پاکستان سترې محکمې ته وسپاره.
د کراچۍ په دغه پولیس چارواکي د نقیب الله نه علاوه د ۴٠٠ کسانو د محاکمې نه پرته د قتل تور دی. د جنورۍ په ١٣ مه نیټه د نقیب الله په یوې جعلي مقابلې کې د قتل نه وروسته راو انور پټ شوی و او ستری محکمې امر کړی و چې هغه دې محکمې ته حاضر شي.
د یادونې وړ ده چې د پښتون تحفظ تحریک د نقیب الله د قتل نه وروسته د جنورۍ په ٢۴ پیل شو او تراوسه دوام لري.
د پاکستان قاضی القضا په سترې محکمې کې راو انوار نه وپوښتل چې "دومره ورځې ولې لادرکه وی، ځان ته خو به دې ډیر باتور ویل". هغه په ځواب کې وویل "چې د خپل ژوند خوندیتوب لپاره پټ شوی و."
د راو انور نیولو ته عکس العمل
د پاکستان د مدني حقونو فعال جبران ناصر چې د نقیب الله محسود لپاره مبارزه کوي او د هغه لپاره یې په محکمې کې دعوی هم کړیده، د راو انور په نیولو خوښي څرگنده کړه.
هغه ولیکل"ننۍ ورځ د دې خبرې شاهدي ورکوي چې هیڅ څوک هم د قانون نه لوی ندي خو پکار ده چې مونږ دا یقیني کړو چې ننۍ ورځ یواځینې مثال نه شي. ملکیان باید نه یواځې دا چې د یو بل سره په غم کې وژاړي خو د یو بل سره د عدالت د پلي کولو لپاره ودریږي."
جبران ناصر د نقیب الله د پلار سره یو عکس هم په خپل ټویټر خپور کړ.
With #NaqeebMehsud%27s father Khan Lala at SC after arrest of #RaoAnwar. He braved through every adjournment never giving up and even kept us motivated. His grace reminds me of #MashalKhan%27s father. For today%27s arrest credit goes to #GrandJirga #PashtunTahafuzMovement #Media #CJP pic.twitter.com/9RzfvXFyep
— M. Jibran Nasir (@MJibranNasir) March 21, 2018
په اسلام اباد کې میشت د بشري حقونو فعال عمران خان لیکي چې د راو انورا نیول ښه خبره ده خو د پښتون تحریک اهداف یواځې د هغه په نیولو نه پوره کیږي.
Great that Rao Anwar will face the courts. But there are many more Naqeebs, and many more Rao Anwars. #PashtunLongMarch is about all Naqeebs & all Rao Anwars. Don%27t think the protests will end with just one Rao Anwar, they were never about just one Rao Anwar.
— Imran Khan (@iopyne) March 21, 2018
"ښه خبره ده چې راو انوار به اوس محکمې ته حاضریږي خو داسې نور هم ډیر نقیب الله او راو انوار موجود دي او د پښتنو تحریک د هغو په اړه دی. زه فکر نه کوم چې د پښتنو احتجاجونه به د راو انور د نیولو سره ختم شي. دا یواځې د راو انوار لپاره نه دي."