میسي بیا د نړۍ د فوټبال د کال غوره لوبغاړی شو

د فیفا رئیس جیاني اینفانتینو ، لیونل میسي ته د جایزې د ورکولو پر وخت

د ایټالیا په میلان ښار کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون په ځانگړو مراسمو کې د نړۍ او ارجنتاین د فوټبال وتلی ستوری لیونل میسي یو ځل بیا د کال د غوره لوبغاړي په توگه د فیفا طلایي توپ ترلاسه کړ.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا رئیس جیاني اینفانتینو د دوشنبې په شپه پدغو کلنیو مراسمو کې د بارسولونا د ټیم پیاوړي لوبغاړي لیونل میسي ته د کال د غوره لوبغاړي جایزه ورکړه.

د ٢٠١٩ کال د نړۍ د فوټبال د غوره لوبغاړي د مقام ترلاسه کولو ته دمخه درې لوبغاړي لیونل میسي، کرستیانو رونالدو او ویرجیل فن دایک نومول شوي وو.

میسي دغه مقام د ۴٦ رایو په گټلو ترلاسه کړ، پداسې حال کې چې فن دایک ٣٨ او کریستیانو رونالدو ٣٦ رای ترلاسه کړې.

پدغو مراسمو کې همداشان د لیورپول د ټیم روزونکی جرمنی یورگن کلوپ، د کال د غوره روزونکي په توگه وټاکل شو او الیسن بکر د فوټبال د غوره کولکیپر جایزه خپله کړه.

ښې خوا نه دوهم کس یورگن کلوپ د کال غوره روزنکی شو

د ښځو د فوټبال په برخه کې د امریکا د ملي ټیم کیپتانه مگان راپینو چې د خپل ټیم سره یې د نړۍ اتلولي خپله کړې د کال د فوټبال د تر ټولو غوره ښځینه لوبغاړې جایزه یې ترلاسه کړه.

د امریکا د فوټبال د ملي ټیم کیپتانه مگان راپینو د غوره ښځینه فوټبالره شوه

همداشان د امریکا د فوټبال د ملي ټیم مشرې روزونکې جیل الیس هم د غوره ښځینه روزونکې جایزه وگټله.