سعودي روانه میاشت د میناژ د کنسرټ کوربه دی

ټاکل شوې د «رپ» موسقۍ مشهوره سندر غاړې نیکي میناژ روانه میاشت په سعودي عربستان کې کنسرټ ورکړي.

د جدې د فرهنګي فیسټول کمېټې ویلي چې دغه سندر غاړې به د جولای پر ۱۸مه په دغه کنسرټ کې راښکاره شي.

سندرغاړې میناژ د سندرو ویلو پر مهال د حیرانوونکو حرکتونو تر سره کولو او نازکو او بربنډو جامو په اغوستلو مشهوره ده.

د الجزیزي خبري اژانس د راپور له‌مخې دغه کنسرټ چې د پاچا عبدالله په لوبغالي کې کېږي د سعودي له قوانینو سره سم پکې د الکولو پر څښلو بندیز دی او د ۱۶ کلنو څخه کم عمره کسان پکې ګډون نشي کولی.

د یاد اژانس د راپور له‌مخې سعودي عربستان په دغه کنفرانس کې د بهرنیو ګډون کوونکو لپاره د چټکې برېښنايي وېزې تر لاسه کولو امکانات هم برابر کړي دي.