د بغداد دوو ځانمرګو بریدونو کې په لسګونو کسان وژل شوي

د بغداد ښار د پنجشنبې د ورځې د برید ساحه

د عراق د پوځ د ټولنیزې دفاع مشر وایي د بغداد ښار کې شوي دوه ځانمرګي بریدونه ښایي د اسلامي دولت د ډلې یا داعش یاغیانو کړي وي چې په کې لږ تر لږه ۲۸تنه وژل شوي دي.

د عراق پوځ ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې ۲) دوه بریدګرو د بغداد په مرکز طیران چوک د بازار په منځ کې ځانونه په چاودیدونکو توکیو الوزولي دي.

د پوځ د ټولنیزې دفاع مشر جنرال کدهیم سلمان خبریالانو ته وویل: «د داعش تروریستي ډله ښایي ددغه برید تر شا وي.»

د داعش سني مذهبه سخت دریځې ډلې مخکې له دې چې په ۲۰۱۷کې د عراقي او د امریکا د متحده ایالاتو د هوایي قواو د عملیاتو په نتیجه کې له منځه لاړ شي، په عراق کې پراخې سیمې او ښارونه نیولي وو.

جنرال سلمان وویل چې د بریدونو په نتیجه کې ۲۸کسان وژل شوي او څه دپاسه ۷۰تنه ټپیان دي.

د رویترز اژانس وایي ځانمرګي بریدونه یو وخت په بغداد کې خورا عام وو، خو پدې هیواد کې د داعش له ماتې وروسته ننني بریدونه بیساري دي. په همدې سیمه کې وروستی ځانمرګی برید د ۲۰۱۸په جنورۍ کې شوی و چې ۲۷تنه په کې وژل شوي وو.

د داعش یاغیان چې په عراق او سوریې کې له ماتې وروسته خواره واره شوي د عراق پر پوځ او ددې هیواد په شمال کې پر محلي چارواکو باندې بریدونه کوي.

د عراق جکومت او پوځ وایي دغه ډله اوس ددې توان نلري چې کومه سیمه دې ونیسي، خو وایي چې دغه سخت دریځه به د عراق د ثبات او امنیت د ګډوډولو لپاره بریدونو ته دوام ورکړي.

د عراق پوځ د داعش ډلې د پاتې شونو پر ضد جګړې ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د سوریې سره خپلې پولې امن کړي او ددغې ډلې د جنګیالیو د تګ راتګ مخه ډب کړي.