راشد خان: د نړۍ مشران دې افغانستان او سیمه کې سوله راولي

د افغانستان او نړۍ د کرکټ نوموتي ستوري راشد خان

د افغانستان او نړۍ د کرکټ نوموتي ستوري راشد خان د نړۍ له مشرانو غوښتي چې په افغانستان او سیمه کې سوله تینګه کړي.

راشد خان په یو ټویټ کې ویلي چې خپله سیاستوال ندی خو د سولې غوښتونکی دی.

هغه ویلي: "زه په جګړې کې لوی شوی یم او هغه ډار چې کوچنیان ورسره مخ دي ښه حس کوم. له دې نور ډير وضعیت نه شم زغملی."

راشد خان دا هم زیاته کړې چې هره ورځ ګوري چې په افغانستان او فلسطین کې ماشومان وژل ګيږي.

خان ویلي: "موږ باید د حق لپاره ودرېږو."

د کرکټ دغه ستوری په داسې حال کې د ماشومانو وژل کېدو په اړه غږ پورته کوي چې په وروستیو کې افغانستان او فلسطین کې ګڼ کوچنیان د چاودنو، ماینونو چاودېدو، هوايي بریدونو او جګړو په اوږدو کې وژل شوي دي.

افغانستان کې د مۍ په نهمه په هغو چادنو کې چې د کابل سیدالشهدا ښونځي مخې ته او له هغه مخکې په لوګر کې وشوې لږ تر لږه ۷۴ تنه پکې ووژل شول او له ۲۰۰ ډېر یې ټپیان کړل چې اکثره یې زده کوونکي او محصلین و.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون تېره اونۍ د جګړې له ښکېلو خواو وغوښتل چې د ماشومانو په شمول د ملکیانو ژوند باید خوندي پاتې شي.

د افغانستان نه بهر په تېرو ۱۱ ورځو کې فلسطین باندې د اسراییل په بریدونو کې ۵۶ ماشومان په غزې کې وژل شوي دي.