د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې اعلان کړی او افغان کرکټ بورډ هم ویلي دي چې دوه میلیون افغانۍ به له زلزلې ځپلو سره مرسته کوي.
راشد خان په خپل فیسبوک او ایکس ټولنیزو حسابونو کې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې ده او لیکلي دي چې په نړیوال جام کې به د خپلو ټولو لوبو حق الزحمه [فیس] د هرات، فراه او بادغیس زلزلو ځپلو ته ورکوي.
هغه نه دي ویلي چې د یوې لوبې فیس یې څومره دی. په نړیوال جام کې د هرې لوبډلې د لوبغاړو د لوبو حق الزحمه او فیس فرق کوي چې زرګونه ډالر کېږي
I learned with great sadness about the tragic consequences of the earthquake that struck the western provinces (Herat, Farah, and Badghis) of Afghanistan. I am donating all of my #CWC23 match fees to help the affected people.Soon, we will be launching a fundraising campaign to… pic.twitter.com/dHAO1IGQlq
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) October 8, 2023
راشد خان همدغه راز ژمنه کړې ده چې په دې اړه به یو کمپاین هم پیلوي او له خلکو څخه به غواړي چې د زلزلې ځپلو سره مرستې وکړي. راشد خان تېرکال د افغانستان په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم د زلزلې ځپلو کورنیو سره مرستې کړې وې. هغه په یو انلاین کمپاین کې څه باندې ۱۰۰زره ډالر راټول کړل او زلزلې ځپلو ته یې لسګونه کورونه هم جوړ کړل.
په همدې حال کې د افغانستان د کرکت بورډ اعلان کړی دی چې له دغو زلزلو ځپلو سره به دوه میلیون افغانۍ مرسته کوي. کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي: " د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او بورډ غړو د پرېکړې له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ د هرات ولایت د تېرې ورځې د سترې غمیزې له امله له خپلو هېوادوالو سره د ۲ میلیونه افغانیو مرسته اعلانوي. "
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان، حشمت الله شهیدي هم ژمنه کړې ده چې د خپلو لوبو حق الزحمه به زلزلو ځپلو ته ورکوي. نورو افغان لوبغاړو هم په دې اړه د مرستو ژمنې کړې او د قربانیانو له کورنیو سره يې غمرازي کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د تېرې ورځې په زلزلې کې څه باندې ۲۰۰۰ کسان مړه شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي. همدغه راز سلګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.