کرملین: روسیه کولای شي د خصوصي پوځي ډلو فعالیتونه قانوني کړي

د مسکو پر وړاندې د واګنر ډلې د روان کال، د جون د ۲۳مې نېټې د وسله پاڅون څخه نږدې درې اوونۍ وروسته، د کرملین ماڼۍ د جمعې په ورځ، د جولای ۱۴مه (چنګاښ ۲۳مه) وویل چې روسیه کولی شي خصوصي پوځي دلګیو ته قانوني جواز ورکړي.

که چیرې مسکو د خصوصي پوځي ډلو فعالیتونو ته قانوني‌جواز ورکړي، نو دا به د واګنرد خصوصي پوځي ډلې پر وړاندې چې تیره میاشت یې د روسیې د پوځي مشرتابه د نسکورولو لپاره د یو وسله وال پاڅون هڅه وکړه، د کرملین په پالیسۍ کې ۱۸۰درجې بدلون وي.‌

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ددغه اقدام په اړه چې‌ ګواکې دغه کار پر خصوصي پوځي ډلګیو د روسي چارواکو کنټرول زیاتوي، خبریالانو ته وویل:"پر دې موضوع به غور وشي." نوموړي زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین دغه خبره تیره ورځ د کومرسانت ورځپاڼې سره یوه مرکه کې کړې ده.

د روسیې د مشر د یادې خبرې په تعبیر سره، د کرملین ویاند وویل چې خصوصي پوځي ‌ډلګیو د قانوني جواز د ورکړې په اړه پوښتنې "نورو تحقیقاتو ته اړتیا لري."

د واګنر په څیر د خصوصي‌ پوځي دلګیو سره د روسیې د حکومت مبهم اړیکې، بهر ته د جګړې لپاره ددغه راز خصوصي ‌پوځي ډلګیو لیږل، مسکو زړه نا زړه کړی دی.

بلخوا د واګنر ډلې ناکامه وسله وال پاڅون د دې لامل شو چې مسکو دا ډله تر خپل کنټرول لاندې راولي، ټول درانه او سپکې وسلې یې واخلي او ددغه ډلې مشر یفګیني پریګوژین بلاروس ته تبعید کړي.‌

ولسمشر پوتین د کومرسانت ورځپاڼۍ سره په مرکې دې ټکې ته اشاره وکړه، چې د واګنر ډلې مشر په کرملین کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې هغه خپلو جنګیالیو ته اجازه نه ورکوي چې د بل چا تر قوماندې لاندې خدمت وکړي.

کرملین ماڼۍ پوځيو دلګیو ته د قانوني جواز ورکولو خبره پداسې حال کې کوي چې د مسکو پر وړاندې د واګنر ډلې د وسله وال پاڅون درې اوونۍ وروسته ددغه ډلې د غړو راتلونکی او ځای روښانه نه دی.‌

له پوتین سره د پریګوژين لیدنه

کرملین ماڼۍ تایید کړې چې د واګنر ډلې د وسله وال پاڅون څخه پنځه ورځې وروسته (جون په ۲۹مه) ولسمشر پوتین د واګنر ډلې مشر یفګیني پریګوژین او د دغه ډلې له یو شمېر قوماندانانو سره کتلې دي.

د کامرسانت ورځپانې سره په مرکې کې چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته خپره شوه، ولسمشر پوتین ویلي چې هغه د واګنر ملیشو ته وړاندیز وکړ چې، دوی کولی شي ټول په یوه ځای کې راټول شي او خپل خدمت ته دوام ورکړي.

پوتین وویل: "ددغه ځواکونو لپاره به هیڅ شی بدلون ونلري، ځکه دوی مشري به د هغه چا په غاړه وي چې دا ټول وخت د دوی اصلي قوماندان و."

پداسې حال کې چې په روسیې کې د خصوصي پوځي شرکتونه فعالیت غیرقانوني دي، خو د اوکراین د جګړې برسیره، د واګنر خصوصي پوځي ډله د مسکو په پلوي په لیبیا، سوریې، مرکزي افریقا‌ او مالي هېوادونو کې په جګړو کې برخه اخیسته ده.‌

پوتین کامرسانت ورځپاڼۍ ته وویل:" [واګنر) ډله دلته دی، خو په قانوني توګه شتون نلري!"

نوموړي د روسیې ولسي جرګې ته په اشارې سره وویل:"دوی ته د قانوني جواز د ورکړې په اړه یوه جلا پوښتنه شتون لري. دا هغه پوښتنه ده چې باید په دوما (د روسیې پارلمان) او د حکومت دننه ورباندې بحث وشي."

بلخوا، تیره ماه میاشت (جون په ۲۴مه) کرملین ویلي وو چې په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو ملیشو مشر یوګني پریګوژین د یوې موافقې له مخې ګاونډي هیواد بلاروس ته ځي او د هغه پر ضد جنایي قضیه به هم وتړل شي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف هغه مهال ویلي چې د واګنر ډلې غړي به هم چې د مسکو پر ضد "وسله وال پاڅون" کې یې لاس درلود، محکمې ته راکش نکړل شي.

ښاغلي پیسکوف په یوې اعلامیې کې د دې ډلې پخوانیو کړنو ته په اشارې سره ویلي چې "مونږ تل په جبهې کې د هغوي د اتلولۍ درناوی کړی".

د کرملین ویاند دا هم ویلي وو چې د واګنر ګروپ مشر سره دا موافقه د بلاروس د جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو په منځګړتوب شوې چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین یو سر سختی ملګری دی.

پیسکوف همدارنګه ویلي وو چې د واګنر هغه غړي چې هغه وسله وال پاڅون کې یې لاس نه درلود کولی شي چې د دفاع وزارت سره یو ځای شي، ځکه دا وزارت غواړي چې د همدې روان میلادي کال د جولای د میاشتې تر لومړۍ نیټې ټول رضاکار ځواکونه پخپل کنټرول کې واخلي.