په تور سمندرګي کې د روسیې پر جنګي بیړۍ د اوکراین برید

عکس: د نووروسيسک بندر ته څیرمه د اوکراین یو سمندري بې پیلوټه ډرون چې روسیې یوې پوځي کښتۍ پر لوری ګړندي روانه ده.

د روسيې د دفاع وزارت د جمعې ورځ،‌ د اګست ۴مه (زمري ۱۳مه)، په یوې اعلامیې ویلي‌ چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د جمعې په سهار،‌ د تورې بحيرې د نووروسيسک بندر ته څیرمه چې د روسیې د صادراتو یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کیږي، د اوکراین دوه سمندري بې پیلوټه الوتکې (ډرون)‌ له منځه وړي دي.

ددغه برید په اړه په یوه ویډیو کې چې د فرانس پرس خبري اژانس ترلاسه کړې، لیدل کېږي چې یوه سمندري بې پیلوټه الوتکه چې مخکې له دې چې تصویر یې په ناڅاپي توګه پرې شي، د یوې پوځي کښتۍ پر لوری ګړندي روانه ده.

د اوکراین یوې امنیتي سرچینې د جمعې په ورځ د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، د اوکراین لخوا د روسیې په سویل د نووروسیسک په سمندري اډه کې د "اولینګرورسکي ګورنیاک" کښتۍ باندې برید، په بریالۍ توګه تر سره شو.

سرچینې زیاته کړه: "هدف دا وو چې وښودل شي چې اوکراین کولی شي په دې سیمه کې د روسیې په هرې جنګي بیړۍ برید وکړي."

بلخوا،‌ د کراسنودر سیمې والي وینیامین کوندراتییف ویلي چې په دې برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د روسیې دولتي رسنیو له دې بریدونو وروسته وویل چې، د "کسپین" پایپ لاین کنسرسیوم چې د نووروسیسک بندر څخه د تېلو صادرات کنټرولوي، د تیلو لیږد ته به دوام ورکړي.

خو اوکرایني سرچینې وايي چې د پنجشنبې د شپې بریدونو د نووروسیسک په بندر کې د کښتیو د تګ راتګ د ځنډیډو لامل شوی دی.

د تورې بحیرې په سواحلو کې د یو بل پر بندرونو د روسیې او اوکراین بریدونه له تیرې میاشتې راهیسې هغه مهال زیات شول چې روسیه د تورې بحیرې د غلو دانو له تړون څخه ووتله. خو په ورته وخت کې دا لومړی ځل دی چې اوکراین د نووروسيسک په مهم بندر باندې برید لپاره د سمندري بې پیلوټه الوتکې (ډرون) څخه کار اخلي.

بلخوا روسیې هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې لس اوکرایني بې پیلوټه الوتکې یې د کریمیا په ټاپو وزمه کې چې د سهار په برید کې ښکیلې وې، ویشتلې دي.

په همدې ورځ د روسیې پوځ اعلان وکړ چې د دفاع وزیر سرګي شویګو په اوکراین کې د جګړې له یوې سیمې څخه چې «لومړۍ کرښه» ده، لیدنه وکړه او د لیمان په محاذ کې یې د خپل هیواد د سرتیرو د «بریالۍ عملیاتو» ستاینه وکړه.

د رویټرز د خبر په حواله، اوکراین او د هغې ملاتړي هېوادونه په پام کې لري چې د سعودي عربستان په کوربه توب د اګست په پنځمې او شپږمې نيټې، په جده کې د یوې نړیوالې غونډه په ترڅ کې د سولې د پلان لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړي.

په داسې حال کې چې تمه ده په دې غونډه کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او نور جګپوړي چارواکي ګډون وکړي، اوکراین او متحدینو یې هیله څرګنده کړې چې دا غونډه به پر هغو بنسټیزو اصولو یوې هوکړې ته ورسېږي چې په اوکراین کې د سولې او د روسیې د جګړې د پای ته رسولو بنسټ وي.