امریکا: چین نه شي کولای چې هم لویدیځ سره اړیکې وساتي او هم د روسیې ملا وتړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند، ويدانت پټیل

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، مۍ ۱۶(غوايي ۲۷) وويل، چې د چين ولسمشر شي جينپينګ نشي کولاي چې هم له لويديځ سره د ښو اړیکو غوښتونکی وي او هم د روسيې ملا وتړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند، ويدانت پټیل، چين ته د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سفر او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو ژمنې ته په اشارې سره وويل، داسې نشي کېدای چې له اروپا او نورو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکې واوسی او هم د اروپا د امنیت لپاره ترټولو لوی ګواښ (روسیې) سره خپلې اړیکې وساتی.

دواړو مشرانو د مسکو او بېجينګ ترمنځ د اړيکو د ستاينې په ترڅ کې د دغو اړيکو پر لا پراختیا ټينګار وکړ او د تړلو دروازو تر شا يې د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د لا ټېنګښت په اړه یوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه.

پلازمینې بیجنګ ته په خپل دوه ورځني کې،‌ د روسیې ولسمشر د چين او روسيې ترمنځ اړيکې "د ناخوالو څخه په ډکه نړۍ کې" د ثبات يو لامل وباله او ويې ويل چې د بیجنګ او مسکو نږدېوالی د کوم بل هېواد د نښه کولو په مانا نه دی.

د چین دولتي خبري اژانس (سینهوا) د خبر په حواله،‌ د چین ولسشمر له پوتین سره په کتنه کې هغه خپل "پخوانی ملګری" وباله او ویې ویل چې د چین او روسیې اړیکې "سولې ته ګټورې دي".

شي جينپينګ زياته کړه: "چين چمتو دی چې له روسيې سره په نړۍ کې د عدالت د ټينګښت لپاره کار وکړي." پوتین په خپل وار شي ته وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې "په نړیواله سطحه د توازن ساتلو ځواک" دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې متحده ایالات د چین لخوا په بسنټیزه توګه د روسیې د دفاعي صنعت بیارغونه "ستونزه جوړونکې" ګڼي او د اړتیا په صورت کې به په دې اړه مناسب اقدام وکړي.

دواړو ولسمشرانو همدارنګه د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د دواړو قدرتونو ترمنځ به د ملګرتیا "نوي څپه" رامنځته کوي.

چین ویلي چې د اوکراین او روسیې په جګړه کې یې ناپیلتوب خپل کړی، خو بیجینګ د مسکو له اقتصادي او سیاسي لارې ملاتړ کړی او هېڅکله یې پر اوکراین د روسیې یرغل نه دی غندلی.

په اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل څخه یوازې څو اونۍ مخکې، شي جينپينګ او پوتین د دواړو هیوادونو ترمنځ د "نامحدوده" دوه اړخیزو همکاریو د ژمنې یو سند لاسلیک کړ . له هغه وخت راهيسي چین د روسیې تر ټولو مهم سیاسي او اقتصادي ملګری شو.

یاده دې وي چې په مارچ میاشتې کې یو ځل بیا د روسیې د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو راهیسې دا بهر ته د پوتین لومړنی سفر دی.