د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی د "ناوړه سیاسي سیالیو" قرباني شو

غني: د عبیدالله بارکزي وژنه د سیاسي سیالیو او اصولو د نشتون څرګندونه کوي

افغان ولسمشر په ولسي جرګه کې د ارزګان د پخواني‌ استازي عبیدالله بارکزي‌ د وژنې په غبرګون کې وايي چې د نوموړي وژنه د سیاسي سیالیو څرګندونه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني‌ تېره شپه د وري / حمل پر ۳مه» په ارګ کې پر داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ وویل چې د عبیدالله بارکزي وژل د دوی کار نه دی.

ښاغلي غني‌ وویل"په کندهار کې د ولسي جرګې د غړي عبیدالله بارکزي ترور،د سیاسي سیالیو او اصولو د نشتون څرګندونه کوي، ما د هلمند او بارکزي صاحب د شهیدانو له کورنیو سره خبري کړي، دواړو ته مو تسلیت ویلی دی."

نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

افغان ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې د عبیدالله بارکزي جسد له کندهار څخه کابل ته انتقال شوی دی چې د ولسي جرګې د وژل شوو غړو په هدیره کې به خاورو ته وسپارل شي.

عبیدالله بارکزی

په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی پرون شنبه د کندهار ښار په شپږمه امنتي حوزه کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دا مهاله د عبیدالله بارکزي د وژلو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پر همدې مهال دکندهار امنیه قوماندان تادین خان تېره ورځ ازادي‌ راډیو ته ویلي چې د عبیدالله بارکزي وژونکو لومړی له هغه سره پر ټلیفون خبرې کړي دي.

تادین خان پر خپل ټوېټر لیکلي چې د عبیدالله بارکزی قاتلینو د نیولو هڅې پیل کړي دي.

عبیدالله بارکزی د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د ارزګان د خلکو استازی و.

نوموړي د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له کابل ولایت څخه ځان کاندید کړی و چې وروسته د ټاکنو کمسیون لخوا په لومړي لیست کې ناکام اعلان شو.

د یادونې وړ ده چې د عبیدالله بارکزی زوی حفیظ الله بارکزی هم درې کاله مخکې په کابل کې د وسله والو په برید کې ووژل شو.