د افغانستان – بنګله دیش لومړنۍ شل اوریزې لوبې ته غبرګونونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلو شلو اورونو د دوو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه په کوربه هیواد بنګله دیش وبایلله. افغانستان سیالې لوبډلې ته په شلو اورونو کې د ۱۵۴ منډو هدف ورکړی و چې د لوبې په شلم اور کې داسې مهال پوره شو چې د بنګله دیش اته لوبغاړي سوځیدلي و.

لوبه د بنګله دیش سلهټ په لوبغالي کې وشوه. دا پدې لوبغالي کې د شلو شلو اورونو نهمه نړیواله لوبه وه.

د کرکټ مبصرین چې د دې لوبغالي په هکله معلومات لري پدې نظر دي چې پدې لوبغالي کې د پچې ګټل د لوبې د ګټلو معنی لري ځکه پدې لوبغالي کې اته شل اوریزې نړیوالې لوبې هغې لوبډلې ګټلي چې د پچې ګټلو وروسته یې د توپ اچونې پریکړه کړې او یا یې سیالې لوبډلې ته لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړې.

د افغانستان سره د جمعې جولای ۱۴ (چنګاښ۲۳) په لوبې کې همداسې وشول ؛ د بنګله دیش د لوبډلې کپتان شکیب الحسن پچه وګټله خو د توپ وهنې پر ځای یې توپ اچونه غوره وبلله او لوبه یې هم وګټله.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د شلو شلو اورونو په درجه بندۍ کې لسم او بنګله دیش بیا نهم مقام لري.

دا دواړه لوبډلې تر اوسه د شلو شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې لس ځله سره مخاخ شوي چې یوازې څلور یې بنګله دیش او پاتې شپږ یې افغانستان ګټلي دي.

د افغانستان د کرکټ یو شمیر مینه وال او هغوي چې پدې لوبه پوهیږي د جمعې ورځې د لوبې بایللو یو مهم عامل د لوبډلې جوړښت بولي.

د جمعې ورځې په لوبې کې یوازې ۴ بشپړ توپ وهونکي و او پاتې ۷ نور یې بالران او یا آلرونډران و.

خبریال بشیر احمد ګواښ لیکلي، " په لوبډله کې ۷ بالران د څه لپاره؟ فضل، راشد، مجیب او نبي به خپل ټول اورونه پوره کوي چې ۱۶ شول. پاتې ۴ په دریوو بالرانو!؟ لوبه به په دې بې منطقه سیلیکشن بایلي".

افغان لوبډله د دې لوبې لپاره یوازې د څلورو بشپړو توپ وهونکو یا بیټسمینانو سره د لوبې ډګر ته ښکته شوې وه. دا لوبغاړي رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ او نجیب الله ځدراڼ دي.

تر دوي پرته پاتې ۷ داسې لوبغاړي دي چې یوازې توپ اچوونکي ( بالران) دي او یا هم توپ وهونکي او توپ اچوونکي (آلرونډران) دي.

پخپله کپتان راشد خان، محمد نبي، عظمت الله عمرزی او کریم جنت داسې لوبغاړي دي چې په لوبډلې کې یې د توپ وهنې پر ځای ډیر حساب په توپ اچونې کیږي چې د کرکټ په اصطلاح ورته (بالنګ آلرونډر) ویل کیږي.

په ټویټر کې د کرکټ افغانستان په نامه یوې پاڼې هم د لوبې په جوړښت انتقاد کړی او لیکلي یې دي، "که فرید ملک د لوبې وروستی اور نشي کولی نو بیا دا حق نلري چې د ځانګړي توپ اچونکي په توګه په لوبډله کې وي".

سره لدې چې په لوبډلې کې د داسې لوبغاړو لرل د کپتان لپاره سره زر دي خو ډیروالی یې پدې معنی چې په لوبې کې ترې کار اخیستل سرخوږی هم جوړیدی شي او د جمعې ورځې په لوبې کې همداسې یو څه ولیدل شو.

کریم جنت بالنګ آلروانډر دی خو په پرونۍ لوبې کې تر نجیب ځدران چې بشپړ توپ وهونکی دی مخکې توپ وهنې ته راغی .

په پرونې لوبې کې د رحمان الله ګربز تر سوځیدو وروسته کریم جنت لوبې ته راووت پداسې حال کې چې بشپړ توپ وهونکي نجیب الله ځدراڼ چې د افغانستان یو د هغو لوبغاړو څخه دی چې د بنګله دیش په خلاف یې ښه لوبه کړې، انتظار کاوه چې څه وخت به یې د بیټنګ نوبت راځي.

کریم جنت د افغانستان د ملي لوبډلي د پخواني کپتان اصغر افغان ورور دی.

د ځینو لپاره جالبه دا هم وه چې د کریم تر سوځیدو وروسته بل آلراونډر او د افغانستان د لوبډلې یو تر ټولو مجرب لوبغاړی محمد نبي لوبې ته راښکته شو او نجیب الله ځدراڼ لا هم انتظار کاوه.

د کرکټ پوهان پدې باور دي چې که چیرته د یوې لوبډلې لوبغاړي په پرله پسې توګه سوځي، په کار ده چې د لوبې د ثبات او د لوبغاړو د سوځیدو د مخنیوي لپاره داسې لوبغاړي راشي چې په لوبډلې کې یې نقش توپ وهنه وه.

د راشد خان او روزونکي بخت بیدار و چې محمد نبي ښه وځلید او په ۴۰ توپونو یې ۵۴ منډې وکړلې.

محمد نبي په ۴۰ توپونو ۵۴ منډې وکړلې.

د افغانستان په لوبډلې کې فرید احمد ملک د مجیب الرحمان او فضل حق فاروقي په شان د توپ اچوونکو په نقش کې ځای لري خو په پرونې لوبې کې فرید احمد ملک یوازې ۲ اورونه وکړل.

سره لدې چې کله نا کله په لوبډلې کې کپتان د یو توپ اچوونکي لپاره ټاکل شوي اورونه نه پوره کوي په ځانګړې توګه که چیرته ترې ډیرې منډې ورکول کیږي خو فرید ملک په ۲ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې او د بنګله دیش کپتان شکیب الحسن یې هم سوځولی و چې د افغانستان لپاره یوه مهمه کامیابي وه.

سره لدې چې د فرید دوه اورونه پاتي و خو کپتان راشد خان د لوبې وروسته اور په کریم جنت وکړ، پداسې حال کې چې کریم جنت د نجیب ځدراڼ څخه وړاندې توپ وهنې ته هم راښکته شوی و. دلته پوښتنه دا ده چې آیا کریم جنت تر نجیب الله ځدراڼ ښه بیټسمین دی او که تر فرید احمد ښه بالر؟

فرید احمد ملک په لوبډلې کې توپ اچوونکی دی خو په پرونۍ لوبې کې یې یوازې ۲ اورونه وکړل.

که فرض کړو دا دویمه خبره سمه ده نو په کار وه چې کریم څلور اورونه کړي وی او د فرید پر ځای یو بل بشپړ توپ وهونکی په لوبډلې کې اخیستل شوی وی.

د راشد خان لپاره په پرونۍ لوبې کې د توپ اچوونې لپاره ۷ لوبغاړي و او ټولو یې توپ اچونه وکړله.

معمولاً پداسې لوبو کې دوه یا درې یوازې توپ اچوونکي او پاتې نور یې آلرونډران وي او کله نا کله کپتان داسې یو لوبغاړي ته هم د توپ اچولو فرصت ورکوي چې ډیری وخت په لوبډلې کې توپ اچونه نکوي چې د کرکټ په اصطلاح کې ورته (پارټ ټایم بالر) ویل کیږي.

محمد شهزاد او صدیق اتل دوه لوبغاړي دي چې د سکواډ برخه دي او که کپتان راشد خان او روزونکي د لوبډلې په بدلون فکر کوي، ښایي له دې دوو څخه یو یا یې دواړه د یکشنبې ورځې د لوبډلې لپاره واخلي.