افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبان د کابل ښار د تېرې شپې چاودنې په غندلو سره د یادې پېښې له مسؤلیت څخه ځکه ځان نشي خلاصولی چې، دغه ډلې «طالبانو» په افغانستان کې «تروریستانو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو لهمخې تېره شپه د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د «شهر دبی» په نوم د واده په صالون کې ځانمرګي برید ۶۳ تنه ووژل او ۱۸۲ نور یې ټپيان کړل.
نن یکشنبه د «زمري پر۲۷مه» له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني د یاد برید په غندلو سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغه پېښې په اړه چوپتیا غوره نه کړي بلکې د عاملینو په پیدا کولو کې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.
نوموړي ویلي، افغان امنیتي ارګانونو ته یې لارښوونه کړې، چې د دغه پېښې د عاملینو په پیدا کولو کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
خو وسله والو طالبانو بیا په یاد برید کې خپل لاس لرل رد کړي او دا پېښه یې یو «ظالمانه» او «وحشیانه» عمل بللی دی.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او هغه یې د بشریت ضد یو غیر انساني عمل بللی دی.
په کابل کې د واده په یو صالون کې د تېرې شپې چاودنه د بېلابېلو سفارتونو لخوا هم غندل شوې ده.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپل ټوېټر د دغه پېښې په غندلو سره یاد برید یو ناوړه عمل بللی او زیاته کړې ده: موږ د دغه پېښې د قربانیانو او کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼو، هېڅ څوک باید له ورته برید سره مخ نشي، په ځانګړي ډول بېګناه ماشومان."
Yesterday’s wedding hall bombing in #Kabul was an act of extreme depravity. Our heartfelt condolences to the victims and their families. No one should be subject to such an attack, least of all innocent children.
— John R. Bass (@USAmbKabul) August 18, 2019
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي پیري مایدون هم پر خپل ټوېټر په واده کې د ملکي وګړو د په نښه کولو عاملین د بشریت دښمنان بللي او زیاته کړې ده چې ورته عمل له غندنې لوړ دي.
Whoever perpetrated, whoever inspired the suicide blast at the Kabul wedding hall, those are enemies of humanity. Such acts are beyond condemnation. EU offers its deepest condolences to the families of the victims and sincere wishes of recovery to the injured.
— EUinAfghanistan (@EUinAfghanistan) August 18, 2019
په کابل کې د جرمني سفیر پټر پروزیل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشر تدامیچي یاماموتو او ناټو هم هم یاده چاودنه وحشیانه عمل بللی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې دغه حمله غندلې او له افغانانو سره د یادې پېښې په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.
دغه هېواد ترهګري د ټولې سیمې یو ګډ ګواښ بللی او پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتنه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې د دغه برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.