په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمیدو په اعلان غبرګونونه

افغان کارپوه محمد یونس فکور

معتبرو امریکايي ورځپاڼو او نړیوالو خبري آژانسونو د ډسمبر په ۲۰ نیټه له افغانستان څخه د شاوخوا اوه زره امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه د امریکا د حکومت د پریکړې خبر ورکړ.

د امریکا د حکومت دې پریکړې دننه په امریکا ، نړۍ او افغانستان کې مختلف غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان حکومت له دې اعلان لږ وروسته وویل چې د امریکايي سرتیرو کمیدل به د افغانستان د جګړې پر وضعیت اغیز ونلري، ځکه افغان ځواکونه د څلورو کلونو راهیسې د جګړې رهبري کوي.

کارپوهان هم ددې پریکړې په اړه مختلف نظرونه لري. د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور وايي د امریکا د حکومت دا پریکړه ممکن د افغانستان د سولې د روانو هڅو په ځانګړې توګه د زلمي خلیلزاد د ماموریت او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتو په اړه د طابانو د غوښتنو په تړاو شوې وي.

په دې اړه د امریکا غږخبریال سمیع الله جلالزي له ښاغلي فکور سره مرکه کړې چې دلته یې اوریدلای شی:

Your browser doesn’t support HTML5

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له یونس فکور سره مرکه: