د افغانستان د موسیقي د ځلانده ستورې قمرګل مړینې ته غبرګونه

د افغانستان د وتلې سندرغاړې قمر ګل د مړینې وروسته، هنرمندانو او د ټولنیزو رسنیو کارونکو بیلابیل پیغامونه او غبرګونونه څرګند کړي دي.

قمر ګل چې د افغانستان له لومړنیو ښځینه سندرغاړو څخه وه، د جمعې په ورځ ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) د کاناډا په ټورنټو ښار کې مړه شوه.

میرمن قمرګل د افغانستان د موسیقي وتلې څیره وه چې د کابو نیمې پیړۍ لپاره یې په زړه پورې او ښکلې سندرې ویلي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قمر ګل په مړینه خواشیني ښودلې او پر یو ټویټ یې لیکلي:"په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد د موسیقي ځلانده ستورې مېرمن قمرگل په غربت کی له نړۍ سترگې پټې کړې. میرمن قمرگل د هېواد نامتو سندرغاړې وه او گڼ شمېر سندرې یې د خلګو په زړونو کی یادگار پرېښودې."

افغان سندرغاړي فرهاد دریا هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې افغان میرمنې تر فشارونو لاندې دي، افغانستان یوه ستره میرمن له لاسه ورکړه.

ښاغلي دریا لیکلي چې میرمن قمرګل د افغانستان د ښځینه هنرمندانو له ډلې یوه مخکښه هنرمنده وه. هغه زیاته کړې:"موږ ټول تلونکي یو خو کله چې د قمر ګل په شان لوی انسانان له ابدیت سره یوځای کیږي، او هغه وطن چې ټول عمر یې د هغې له خدمت او هنر څخه ګټه اخیستې، اجازه ونلري چې ښه تجلیل ورڅخه وشي، ډیره دردونکې ده."

افغانه سندرغاړې نغمه ښاپیرۍ د افغانستان د وتلې سندرې غاړې قمر ګل مړینه د افغانستان د هنر او موسیقي لپاره لویه تشه بولي.

میرمن نغمي په هغه پیغام کې چې امریکاغږ ته استولی ویلي، د قمرګل هنر د قدر وړ دی او د هغې په سندرو کې سوچه والی موجود و.

بله افغان هنرمنده وجیهه رستګار په خپله فیسبوک پاڼه د قمرګل په مړینه خواشیني ښودلې ده.

هغې لیکلي:" نن ورځ مې له بده مرغه د افغانستان د موسیقي د وتلې هنرمندې قمر ګل د نه ستنیدونکي سفر د خبر په اوریدو پیل کړه چې ډیره دردونکې وه او ټول وجود مې غمجن دی."

میرمن رستګار د قمرګل نشتون د افغانستان د موسیقي لپاره لویه تشه بللې او لیکلي یې دي:" هغې د هنر او خلکو په وړاندې خپل رسالت په بهترین شکل ادا کړ او د افغانستان د موسیقي په تاریخ کې یې غوره سندرې ثبت کړې."

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د فرهنګي او ټولنیزو چارو د ادارې رئیس او لیکوال محبوب شاه محبوب پر یو ټویټ لیکلي:" میرمن قمر ګل په پښتو موسیقي کې یو خاص نوم دی. د هغې غږ او د موسیقي انتخاب عالي وو. قمرګل په داسې وخت کې په پښتو موسیقي کې خپل غږ معرفي کړ چې د ښځینه هنرمندان شمیر د ګوتو په شمار وو."

هغه زیاته کړې چې پښتو ژبه او پښتانه به د هغې د خدماتو منندوی وي.