د افغانستان په تلویزیونونو کې د ښځینه ویاندویانو د څیرې د پټولو په هکله د طالبانو له لورې د نویو محدودیتونو وضع کولو په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه زیږولي دي.
د افغانستان د ازادو ژورنالستانو ټولنې د تلویزیونونو د ښځینه ویاندویانو د مخ د پټولو د نوي امر په غبرګون کې ویلي چې په تلویزیوني رسنیو کې د حجاب د مراعت کولو څرنګوالی بحث ته اړتیا لري.
ددې ټولنې ویاند پرویز امینزاده، امریکاغږ ته وویل چې دغه بنسټ د رسنیو د خپرونو د وړاندې کوونکو او د رسنیو د کارکوونکو د حجاب مخالف ندی، خو دا چې څه ډول حجاب باید رعایت شي پدې اړه بحث ته اړتیا ده.
خو د طلوع نیوز شبکې ویلي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عني المنکر او اطلاعات او کلتورو وزارتونو استازو د دې امر د اعلان پر وخت ویلي چې دا "قاطع" او د "بحث نه وړ" حکم دی. دې شبکې ویلي چې دا نوی لارښود د موبي ګروپ ټولو انځوریزو شبکو ته ورکړل شوی چې د طلوع نیوز تر څنګ پکې، لمر او د طلوع تلویزیون هم شامل دي.
د افغانستان د حقوقو د څار ټولنې د ښځینه ویاندویانو د څیرې د پټولو په اړه د طالبانو دغه تازه امر له حده تیری ګڼلی دی.
همداشان په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټ واچ د ښځو د برخې رئیسې هیدر بار په خپل ټویټر پاڼه د طالبانو دغه اقدام ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي چې: "د طالبانو له لورې په کابل کې رسنیو ته دا امر چې ښځینه کارکونکې چې مخونه یې پټ نه وي له خپرونو منع کړي. دا هغه ښځو او خلکو ته سزا ورکوي چې د تلویزیون د پوهیدو لپاره په بصري اشارو/ شونډو لوستلو تکیه کوي."
Taliban orders media outlets in Kabul to bar female staff from broadcasting unless their faces are covered. This punishes women AND people who rely on visual cues/ lip read to understand TV, says @heatherbarr1 @hrw https://t.co/rsdqtoeS7o
— Mei Fong/ 方凤美 (@meifongwriter) May 20, 2022
د افغانستان د پخواني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، هم په خپله ټویټر پاڼه د طالبانو دغه نوي امر ته غبرګون ښودلی دی او لیکلي یې دي: "د [تلویزیون د ښځینه ویاندویانو] حجاب په اړه د طالبانو نوی فرمان د هغوی د مخ پټولو پورې تر ډیره د ښځو د غږ د مخنیوي لپاره دي." د هغه په وینا دا کار عملي ندی. هغه د طالبانو فرمان ته په کنایه ویلي دي چې "بل ځل ښځو ته امر کیږي چې د هیبت الله د لارې پیروي وکړي – مخ په دیوال اوسئ او خپأه شا د پردې پرمخ نندارې ته وړاندې کړئ."
The new Talib decree on TV hijab is more for blocking the voice of women than covering their face.Talking with a black cloth mask on your face isn%27t easy & practical. Next time women will be ordered to follow the ways of Haibatullah - face the wall & let your back be on screen
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) May 20, 2022
دې امر ویاندویانې او د پروګرامونو چلوونکې لا خواشینې کړي او ځینو یې ویلي چې د طالبانو دې تازه امر ورته "ټکان" ورکړی.
د یک په نامه د یو خصوصي تلویزیون د شبکې یوه ویانده بې نظیر بکتاش چې د ګلبانګ خپرونه پر مخ وړي، امریکاغږ سره په خبرو کې د افغانستان ښځینه ویاندویانو ته د طالبانو دا تازه امر "وحشت ناک" وباله او وویل چې "هیڅ یوې ویاندې دا تمه نه درلوده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عني المنکر وزارت به دا ډول امر صادر کړي."
هغې وویل، "باید زغم ولرو، نور نو څومره مبارزه وکړو، څومره مقاومت وکړو. هر څه چې راځي، په مونږ (میرمنو) راځي. نه پوهیږم دا وضعیت به تر کومې دوام ولري".
د طلوع تلویزیون یو مخکني مشر لطف الله نجفي زاده هم پدې هکله په خپل ټویټر غبرګون ښودلی او ویلی یې دي: "دا نه یواځې د مخ پټول دي بلکې د ژورنالستانو د خولې بندول هم دي. کله به وایو چې "نور بس دی"؟ نور به لا څه ګورو؟ پداسې حال کې چې مونږ په افغانستان کې د ژورنالستانو په ځانګړې توګه د ښځو زوړتیا ته درناوی کوو، باید ووایو چې دا د لارې پای نده. "
It’s not just covering the face but shutting the mouth of journalists as well. When is “enough is enough”? How low the bar can go? While we salute the courage of all journalists in Afghanistan, particularly women, we should note that it’s not the end of the road. pic.twitter.com/YFL4pMhYTA
— Lotfullah Najafizada (@LNajafizada) May 19, 2022
د ازادو ژورنالستانو ټولنې (AIJA) رپوټ ورکړی چې په تیرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۸۷ رسنیو خپرنې بندې کړي او څه دپاسه ۶۰۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بیکاره شوي دي.
امنیتي او اقتصادي ستونزې او پر رسنیو او خبریالانو باندې د محدودیتونو لګول د رسنیو د تړل کیدو او د خبریالانو د بیکاره کیدو عمده لاملونه ګڼل شوي دي.