سلام شرکت ته د طالبانو د ګواښ په اړه د مخابراتو وزارت غبرګون

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د سلام مخابراتي شرکت ته د وسله‌والو طالبانو د ګواښ په غبرګون کې وايي، چې دا ګواښونه د یاد شرکت د فعالیت مخه نه‌شي نیولی.

د دغه وزارت سرپرست فهیم هاشمي، چې د سلام مخابراتي شرکت د بورډ رئیس هم دی، د دوشنبې په ورځ (وږي ۴مه) وویل، چې د سلام شرکت به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او "هیڅ ډول ګواښ به د دغه شرکت د فعالیت مخه ډپ نه‌کړي".

وسله‌والو طالبانو د سلام مخابراتي شرکت ته ګواښ کړی، چې پر دفترونو، کارکوونکو او پایو باندې به یې بریدونه وکړي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د سلام مخابراتي شرکت د دفترونو او کارکوونکو د امنیت ساتلو لپاره به لازم اقدامات وشي.

د وسله‌والو طالبانو په اعلامیه کې، چې د دوشنبې په ورځ نشر شوې راغلي: "له دې وروسته د دغه مخابراتي شرکت مراکز او پايې (ټاورونه) د مجاهدينو لپاره د نظامي هدف په توګه اعلانېږي، کوم فایبر چي د انټرنیټ لپاره دغه شرکت تر ځمکه لاندې غځولی قطع کېږي، له پرسونل، وسائلو او وسائطو سره به يې د استخباراتي ارګان سره تړلو کسانو او اجناسو په څیر چلند کېږي".

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د سلام مخابراتي شرکت امنیت وساتي.

هغه طالبان د ټکنالوژۍ دښمن وباله او زیاته یې کړه: "موږ هیله لرو چې زموږ امنیتي شرکتونه د دغه شرکت لپاره امنیتي تدابیر ونیسي، ترڅو طالبان ورته زیان ونشي رسولی".

سلام یو دولتي مخابراتي شرکت دی، چې له څو کلونو راهیسې د یو شمیر نورو خصوصي مخابراتي شرکتونو ترڅنګ په افغانستان کې فعالیت کوي.

له دې وړاندې د افغانستان یو شمیر خصوصي مخابراتي شرکتونو د وسله‌والو طالبانو د ګواښونو له امله په مزارشریف ښار کې خپل فعالیتونه ودرولي وو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وویل، چې سلام مخابراتي شرکت په دغه ښار کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی او په کار کې یې هیڅ ډول خنډ نه دی راغلی.