سولې شورا د طالبانو-امریکا د "مخامخ خبرو" مشروط هرکلی کړی

د سولې شورا ټینګار کوي چې باید مذاکرات د افغانانو په مشرۍ وشي

د افغانستان د سولي عالي شورا له وسله‌والو طالبانو سره د امریکا د مخامخ مذاکراتو له هڅو څخه هرکلی کوي، خو وايي چې د افغان سولې په تړاو ټولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ وشي.

نیویارک ټایمز په یو ریپوټ کې ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې، خپلو لوړپوړو ډیپلوماټانو ته امر کړی، ترڅو له وسله‌والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره اقدامات ترسره کړي.

نیویارک ټایمز لیکلي دي چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د امریکا لیوالتیا، په افغانستان کې د سولې د بن‌بست ماتولو لپاره د ښاغلي ټرمپ د ادارې د بیړې ښکارندويي کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري امریکا غږ ته وویل، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا وروستي اقدامات به د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او دا خبرې به ګړندۍ کړي.

هغه وویل "دا هیڅ‌کله (د سولې) په زیان نه ده، دا یوه مقدمه ده او د امریکا د همکاریو اعلان دی، لکه د ازبکستان، قطر، عربستان، ایران، پاکستان، روسیه ټولو د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ اعلان کړی او غواړې عملي ګامونه پورته کړي، دوی چې کله د همکارۍ اعلان کوي د افغانستان خلک ترې په دې پروسه کې د عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي... دا هیڅ‌کله د افغانستان د سولې پروسې حاکمیت، مالکیت او رهبري تر پوښتنې لاندې نه راولي".

سیداحسان طاهري زیاته کړه، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا تازه اقدامات به دغې پروسې ته د سرعت ورکولو لامل شي.

نیویارک ټایمز هم په خپل ریپوټ کې ویلي، چې امریکا په دغو مذاکراتو کې د افغان حکومت د ځای نیولو نیت نه لري، بلکې غواړي چې د سولې د خبرو بن‌بست مات او د پراخو مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړی.

افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو تر اوسه د نیویارک ټایمز ریپوټ ته په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

خو برتانیې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی. په کابل کې د برتانیې سفیر نیک کي ویلي "دا یو مهم او د هرکلي وړ اقدام دی".

دغه راز د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح د امریکا دغه اقدام ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د سولې ملي پروسه د افغانانو په مالکیت او رهبري اعلان شوې وه، خو ورته د افغانانو په ګډون"Afghans band wagon" بدلون ورکول به د افغانستان سیاسي لیدلوري ته ټکان ورکړي.

هغه په خپل ټیوټر کې لیکلي "دا ځکه چې اشرف غني د اجماع او باثباته هدف په رامنځ ته کولو کې پاتې راغلی دی".

د امریکا حکومت په داسې حال کې له وسله‌والو طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو هڅې پیل کړي، چې له دې وړاندې افغان حکومت دغې ډلې ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز کړی.

خو طالبانو تل له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او پر ځای یې له امریکا سره پر مخامخ مذاکراتو ټینګار کړی دی.