په افغانستان کې د سه شنبې د ورځې مۍ ۱۲ (غوايي ۲۳) ځانمرګي او وسله وال بریدونه په سختو ټکو کې غندل شوي دي.
تمه کېده چې له طالبانو سره د امریکا د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې خشونت کم شي، خو لا هم ځانمرګي او وسله وال بریدونه روان دي.
په تازه پېښو کې په ننګرهار کې ځانمرګي او کابل کې د ولادي نسايي په یو روغتون وسله وال برید کې لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹۰ نور ژوبل دي.
ملګرو ملتونو د کابل او ننګرهار بریدونه غندلي او ویلي دي چې د دغو عاملان دې باید محاکمه شي.
د بشري حقونو د څار ډلې په روغتون باندې برید جنګي جنایت بللی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت دا بریدونه د "ترهګرو" کار بللی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په کابل کې په سل بستریز نسايي ولادي روغتون باندې برید ته په اشارې په ټویټر کې لیکلي دي: "زه دا وحشیانه برید او تروریستان غندم چې بې دفاع او کړیدلی ولس په نښه کوي."
ښاغلي ویلسن په برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی او د فغان امنیتي ځواکونو، ډاکټرانو او صحي روغتیايي کارکوونکو اقدام یې ستایلی دی.
I deplore this barbaric attack & condemn the evil terrorists who target those who cannot defend themselves and who are already suffering. Hospitals are centers of compassion with dedicated Afghan and @MSF_Afghanistan staff caring for innocent civilians. https://t.co/gWQVT1xdVH
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) May 12, 2020
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس هم د دغو بریدونو له کبله خواشیني ښودلې ده. نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "د کابل او ننګرهار بریدونه چې بې ګناه خلک په کې ووژل شول، په کلکه غندم."
نوموړي ویلي دي چې ناټو به د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړه وي.
“I strongly condemn today’s attacks in #Kabul & #Nangahar targeting innocent civilians. My deepest condolences to the families of those killed.I commend the efforts of the #ANDSF.#NATO stands with the people of #Afghanistan in the fight against terrorism"-Deputy SCR Nicholas Dean
— NATO in Afghanistan (@NATOscr) May 12, 2020
د جنوبي آسیا لپاره د بخښنې سازمان هم دا بریدونه غندلي دي او په خپل ټویټر کې یې لیکلي دي: "غیرمسولانه جنګي جرایم چې نن یې په افغانستان کې یو نساييولادي روغتون او یوه جنازه په نښه کړه، باید نړۍ د هغه وحشت په اړه وېښه کړي چې ولسي خلک ورسره مخامخ دي."
دغه سازمان ویلي دي چې باید د دغې پېښې عاملینو سره حساب او کتاب وشي.
The unconscionable #war #crimes in #Afghanistan today, targeting a maternity hospital and a funeral, must awaken the world to the horrors civilians continue to face. There must be accountability for these grave crimes, and civilians must be protected. https://t.co/Xrjzc1uQDg
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) May 12, 2020
پر دې سربېره افغان حکومت او د افغانستان د ملي امنیت شورا هم دا بریدونه غندلي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا بریدونه په کلکه غندلي دي.
د افغانستان د امنیت شورا دا بریدونه د طالبانو کار بللی دی او ویلي دي چې طالبان د داعش او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت لامل دي. خو طالبان وايي چې دا بریدونه هغوی نه دي کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې په روغتون باندې برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي چې ماشومان او ښځې هم په کې دي. بریدګر درې تنه وو چې وژل شوي دي.
په ننګرهار کې بیا په جنازه کې په یو ځانمرګي برید کې شاوخوا ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۸ تنه نور ژوبل دي.