د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د نوي اجرائیه فرمان مهم ټکي

دا نوی فرمان به د مارچ په شپاړسمه عملي شي

جمهور رئیس ترمپ د دوشنبې په ورځ نوې اجرائیوی فرمان صادر کړ چې د تیرځل فرمان په څیر یي د اکثریت اسلامي هیوادونو؛ ایران، لیبیا، سوډان، سومالیا، سوریې او یمن نه د خلکو په راتلو موقتي بندیز لگوي.

د جمهور رئیس ترمپ دا فرمان د هغه مخکیني فرمان اصلاح شوې بڼه ده او عراق پدې لست کې ندی شامل خو د شپږو هیوادونو خلک د تیرپه څیر په دې لست کې شامل دي.

په دغه فرمان کې څو توپیرونه مشخص شوي دي:

۱- د امریکا د ویزې لرونکي او د ګرین کارډ لرونکي د نوي فرمان له مخې په بندیز کې ندي شامل.

۲- په مخکیني فرمان کې په سوري کډوال مطلق بندیز و، خو اوس دا بندیز ۱۲۰ ورځې ایښودل شوی دی.

۳- نوي فرمان کې ویل شوي چې لوی څارنوال باید په امریکا د ۳۰۰ زیاتو هغو مهاجرینو په اړه معلومات راغوڼد او راپور ورکړي چې د ترهګرۍ په شک تر تحقیق او څار لاندی دي.

۴- د مارچ د ۱۶ نیټې مخکې چې هرچاته ویزه ورکړل شوې، امریکا ته عادي راتلی شي.

۵- په نوي فرمان کې عراق د هغه لست نه ایستل شوی چې مخکی د ۶ نورو هیوادونو سره په محدودیتونو لست کې شامل و.

۶- په نوي فرمان کې کومه مذهبي ډلې ته اشاره نده شوې. لوی څارنوال جیف سیشن پرون د فرمان د صادریدو وروسته وویل، په نویو احکامو کې اسلام هدف ندی او نه دا هدف دی چې په مسلمانانو بندیز ولګول شي.

په نوي فرمان کې د سوریې پر اتباعو باندې مطلق بندیز لگول او د عراق نوم يي هم د همدې اوه هیوادونو د لست څخه ویستلی دی. خو په ټولو مهاجرینو باندې د موقتي بندیز لګولو حکم پرځای پاتی دی.

د بهرنیوچارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل دا بندیز د بهرنیو ترهگرو نه د هیواد د خوندیتوب لپاره ډیر ضروری دی:

"او خارجه وزارت به ددی فرمان هغه احکام تطبیق کړي چې یو شمیر مهاجرین چې د امریکا امنیت او ثبات ته یو خطر نه پیښوي، هغوئ به ومنل شي"

په کانګرس کې دیموکراتانو نوی فرمان هم سمدستي رد کړ او وایي د پخواني فرمان سره يي هیڅ توپیر نشته.

د بشري حقونو ډلې وایي دا نوی فرمان د پخواني فرمان چې د جنوري په میاشت کې صادر شو، یوه اصلاح شوې بڼه ده او دوئ به کوشش وکړي چې د عملي کیدو مخه یي ونیسي.

دا نوی فرمان به د مارچ په شپاړسمه عملي شي.