د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه اکټوبر ۲۳ (تلې لومړۍ) د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې پخپلې پنځمې لوبې کې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
سره لدې چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې د شلو شلو اورونو په لوبو کې څو ځلې پاکستان ته ماتې ورکړې وه خو دا لومړی ځل و چې یو ورځنۍ نړیواله لوبه یې هم ترې وګټله.
پدې سره افغانستان د روان نړیوال جام په سیالیو کې خپله دویمه لوبه وګټله او د نمرو په جدول کې شپږم مقام ته پورته شو.
په افغانستان کې دننه او د باندې افغانانو او د افغانستان د کرکټ مینه والو د پاکستان څخه د لوبې ګټل ستایلي او دا یې د افغانستان لپاره تاریخي شیبه بللې.
د افغانستان مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په فیس بوک او اکس ټولنیزې شبکو کې افغان ولس ته د دې بري مبارکې ورکړې.
ستره او تاریخي بریا مو بختوره شه! ژوندی دې وي افغانستان! pic.twitter.com/4OvWZ7tV5z
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) October 23, 2023
د ښاغلي غني تر څنګ پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د لوبې ګټلو تر څنګ د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، "د هیواد ملي لوبډلې ته د روانو لوبو په پاتې سیالیو کې د لا زیاتو بریاوو هیله لرم".
د #کرکټ د پنځوس اووریزو سیالیو په نړیوال جام کې د #پاکستان پر وړاندې د #افغانستان د #کرکټ د ملي لویډلې د بریا له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم او د هېواد ملي لوبډلې ته د روانو لوبو په پاتې سیالیو کې د لا زیاتو بریاوو هیله لرم. pic.twitter.com/ZuEPTssayj
— Hamid Karzai (@KarzaiH) October 23, 2023
د افغانستان مخکني حکومت کې د سولې عالې شورا مشر ډاکټر عبداالله عبدالله او د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار هم افغان لوبډلې ته د پاکستان څخه د لوبې ګټلو مبارکیانې ورکړي.
د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې بریا دې مبارک وي.د کرکټ د پنځوس اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې نن په یوې په زړه لوبه کې افغانستان د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا بریا دې د کرکټ ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته یو ځل بیا مبارک وي.…..پیروزی تیم ملی کریکت در مقابل… pic.twitter.com/yvtsrgYgl7
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) October 23, 2023
په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر محمد سهیل شاهین هم د اکس په ټولنیزې شبکې کې د پاکستان څخه د لوبې ګټلو مبارکۍ ویلو تر څنګ لیکلي چې "ځوانانو دا بریا مو مبارک شه او د لا بریاوو په هیله".
د کرکیټ د نړيوال جام په سیالیو کې د پاکستان په خلاف د افغانستان د ټیم بريا ټولو هیوادوالو او د کرکيټ د ملي ټیم هریوه تن ته وايم. ځوانانو دا بریا مو مبارک شه او د لا بریاوو په هیله.
— Suhail Shaheen. محمد سهیل شاهین (@suhailshaheen1) October 23, 2023
د طالبانو یو بل مخکښ غړي انس حقاني بیا د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې افغان لوبډله تر بل هر وخت په ښه وضعیت کې ده او د پاکستان او انګلستان څخه د لوبې ګټل یې د غوره توب بیلګې بللې دي.
زمونږ کرکټ تر بل هر وخت په ښه وضعیت کې دی؛ په لومړي ځل مو د انګلنډ او پاکستان ټیمونه مات کړل، دا غټه کامیابي دې ټولو ته مبارک وي. افغانان مستعد خلک دي؛ چې متحد وي او د ټیم په توګه کار وکړي، هر څه ممکنوي.
— Anas Haqqani(انس حقاني) (@AnasHaqqani313) October 23, 2023
د افغانستان څخه د باندې هم ګڼ شمیر پښتنو مشرانو او د افغانستان د کرکټ مینه والو د پاکستان څخه د لوبې د ګټلو مبارکیانې افغان ولس ته ورکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پخپل رسمي فیس بوک پاڼې کې لیکلی، "افغانانو ته د کرکټ بریا نیکمرغه وي. خدای تعالی دې د ژوند د تیرولو په هر مثبت اړخ کې د افغانانو د خپل وطن د جوړولو هیلې او همت تل ژوندی وساتي".
د پاکستان د مشرانو جرګې غړي مسحن داوړ د اکس په ټولینزې شبکې کې د افغان لوبډلې د لوبغاړو همدا انځور خپور کړی و ورسره یې لیکلي، "افغانستان ته دې مبارک وي چې د پاکستان څخه یې لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه وګټله او هغه هم په نړیوال جام کې. دا د افغانستان د کرکټ لوبډلې ته ستره ورځ ده".
Congratulations to Afghanistan 🇦🇫 for winning their first ODI against Pakistan and that too in the World Cup. Excellent effort. It is a big day for Afghanistan%27s cricket team. pic.twitter.com/Slt3fMoZjv
— Mohsin Dawar (@mjdawar) October 23, 2023
د دوي تر څنګ د هند د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او په نړیواله کچه نوموتي لوبغاړي سچن ټنډولکر د اکس په ټولنیزې شبکې په روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې کړنې "فوق العاده" بللې او د توپ وهنې او توپ اچونې په برخې کې د افغان لوبغاړو وړتیا یې ستایلې ده.
Afghanistan%27s performance at this World Cup has been nothing short of outstanding. Their discipline with the bat, the temperament they%27ve shown, and aggressive running between the wickets reflects their hard work. It could possibly be due to a certain Mr. Ajay Jadeja%27s influence.… pic.twitter.com/12FaLICQPs
— Sachin Tendulkar (@sachin_rt) October 23, 2023
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روان نړیوال جام په سیالیو کې خپله شپږمه لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ اکټوبر ۳۰ مې د سري لانکا لوبډلې سره کوي چې د همدې سیالیو په تمریناتي لوبې کې افغانستان ترې لوبه هم ګټلې.