د امریکا په ختیځو سواحلو کې شاوخوا ۱.۵ میلیونو کسانو ته لارښونه شوې چې خپل کورونه پریږدي، ځکه د فلورانس په نامه توپان چې د مکسیکو له خلیج څخه راروان دی، ګړندی شوی او دا خطر شته چې دغه سیمې وځپي.
د امریکا د توپان پیژندنې ملي مرکز اټکل کړی چې د فلورانس په نامه دغه توپان به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو له برمودا بهاماس سیمو څخه تیر او د پنجشنبې او جمعې په ورځو به د امریکا شمالي او جنوبي کارولینا ته رارسیږي.
ددې توپان شدت په ساعت کې ۲۲۰ کیلومتر اټکل شوی او د ګړندي توب امکان یې هم شته.
په شمالي کارولینا کې ددغه توپان د مخنیوي لپاره خلکو د کورونو مخې ته د شګو بوجئ اچولې دي. په دې سیمه کې نږدې ۱ میلون کسان له خطر سره مخ دي. د جنوبي کارولینا والي ویلي دي چې کیدای شي د سمندر د اوبو څپې څه باندې درې متره لوړي شي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې له خلکو وغوښتل چې ځان ته پام وکړي، هغه ویلي له دې سیمې به داسې یو توپان تیر شي چې په وروستیو کلونو کې یې ساری لیدل شوی ندی.
To the incredible citizens of North Carolina, South Carolina and the entire East Coast - the storm looks very bad! Please take all necessary precautions. We have already began mobilizing our assets to respond accordingly, and we are here for you! pic.twitter.com/g74cyD6b6K
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) September 10, 2018
په شمالي او جنوبي کارولینا ایالتونو کې چې د ویرجینیا او میرلند په خوا کې پراته دي د توپان له کبله بیړنی حالت اعلان شوی دی. چارواکو په نیوجرسي کې هم د شدید توپان له کبله خبرداری ورکړی دی.