په ۲۰۲۱ کال کې امریکا کې د ریکاډ په کچه ماشومان په وسله وال تشدد کې وژل شوي

په یوې تازه څیړنې کې چې نتیجه یې دوشنبه اګست ۲۱ (زمري۳۰) خپره شوې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په متحده ایالاتو کې د وسله وال تشدد په پیښو کې دومره ډیر ماشومان وژل شوي چې په تاریخ کې ساری نلري.

د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ په څیړنې کې چې معلومات یې د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکز څخه تر لاسه کړي ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې امریکا کې په وسله وال تشدد اړوند پیښو کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شویدي.

دې اکاډمۍ ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې دا رقم ۴۳۶۸ او په ۲۰۱۹ کې بیا ۳۳۹۰ و.

په ۲۰۲۰ کال کې په متحده ایالاتو کې وسله وال تشدد د ماشومانو د مړینې تر ټولو غټ لامل ښودل شوی و.

د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ دا څیړنه وروسته تر هغه خپره کړله چې د امریکا د ټینیسي په ایالت کې قانون جوړوونکو د ولسي خوندیتوب په هکله د بحث لپاره ځانګړې غونډه ترتیب کړله.

دا غونډه ځکه رابلل شوې وه چې روان میلادي کال په سر کې د دې ایالت په مرکز نشویل ښار کې په ښوونځي برید وشو، درې ماشومان او دوه ښوونکي پکې ووژل شول.

د کاریلونا په ایالت کې د ماشومانو یوه ډاکټره آني انډریوز چې پدې څیړنې کې یې برخه نده اخیستې خو پخپل ایالت کې د وسله وال تشدد د مخنیوي د څیړنې په مرکز کې کار کوي، وایي د ډاکټرې جوړیدو پر وخت یې هیڅ داسې ګمان نه کاوه چې دومره ډیر ماشومان به د درملنې لپاره ورځي چې "په مرمیو سوري شویدي".

دا ډاکټره وایي "حقیقت دا دی چې د هیواد په هر روغتون کې ماشومان په عاجلې خونې کې دي چې په وسله وال تشدد کې ژوبل شوي".

پدې څیړنې کې دا هم راغلي چې ۶۷ په سلو کې تور پوستي ماشومان په وسله وال تشدد کې وژل شوي، پداسې حال کې چې د سپین پوستو ماشومانو شمیر چې په عین پیښو کې وژل شوي، ۷۸ په سلو کې و.

د ایمان عمر د نشویل پوهنتون یو محصل چې د وسله وال تشدد پر ضد مبارزه کوي وایي د دې څیړنې نتیجه "دردناکه" ده خو زیاتوي چې هغه پدې نتیجې حیران ندی.

ښاغلي عمر زیاته کړه، " زه خبر یم چې هر کال په ټینیسي کې ۱۲۸ ماشومان او زلمیان په وسله وال تشدد کې وژل کیږي".

د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس، متحده ایالتونه په نړۍ کې تر بل هر هېواد د وسله وال تاوتریخوالي ډېر قربانیان لري. تېرکال د وسلو اړوندو پېښو کې ۴۴۳۵۷ کسان وژل شوي چې د وسله وال خشونت د معلوماتو په اساس ۲۴۰۹۰ یې د ځان وژنې پېښې وې.

په امریکا کې د دې ډول بریدونو د ډیروالي له کبله جمهور رئیس جوبایډن په کانګرس غږ کړی چې په نیمه اتوماتیکو وسلو باندې بندیز ولګوي.

جوبایډن د کانګرس له غړو وغوښتل چې د وسلو د کنټرول نوې لایحه ژر تر ژره تصویب کړي چې هغه یې "سمدستي لاسلیک" کړي.

جمهور رئیس بایډن دا غوښتنه د ټکساز په ایالت کې له وسله وال برید څخه وروسته وکړه. په دغې برید کې چې له همداسې یوې وسلې څخه په کې کار اخیستل شوی، لږ تر لږه اته تنه وژل شوي و.