کروناویروس؛ په امریکا کې د بیکارۍ کچه په بیسارې توګه لوړه شوې

په تیرو پنځو اونیو کې شاوخوا ۲۶ میلیونو امریکایانو د بیکارۍ د معاشونو لپاره فورمې ډکې کړې دي.

د کروناویروس په خپریدو سره چې نړۍ یې د ستر اقتصادي کړکیچ سره مخامخ کړې، په متحده ایالاتو کې هم په تیرو پنځو اونیو کې لږ تر لږه ۲۶ میلیونه کسانو د بیکارۍ بیمې ترلاسه کولو لپاره درخواستونه ورکړي دي.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې پدې سره ټولې هغه دندې د شاوخوا یوې میاشتې په ترڅ کې له منځه ولاړې چې د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر راهسیې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو د مالي او اقتصادي بحران وروسته د اقتصاد د بیساري ښه کیدو په نتیجه کې رامنځ ته شوی وې.

دا پداسې حال کې ده چې نن د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۳ به د متحده ایالاتو د کار وزارت له خوا په امریکا کې د بیکارۍ اوونیز رپوټ وړاندې شي او د بیکارۍ نوې شمیرې به په ډاګه کړي.

د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر نه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پورې په امریکا کې شاوخوا ۲۲ میلیونه نوې دندې رامنځ ته شوی وې. دا پداسې حال کې دي چې د روان کال د اپریل په میاشت کې په امریکا کې ۲۵ میلیونه دندې له منځه تللې دي چې دا په تیرو ۱۱ کلونو کې تر ټولو زیاته بیکاري ده.

ددې سربیره کروناویروس د تیلو د نرخ د را ټیټیدو، د پلورنځایونو د ټړل کیدو، د خرڅلاو د کچې د رالویدو، د تولیداتو د ځنډیدو، د کورونو د جوړولو د مارکیټ د راټیټیدو او د کورونو د اخستلو د بازار د بې رنګه کیدو سبب شوی دی چې د امریکا د اقتصاد د خرابیدو له عواملو څخه ګڼل کیږي.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ چې د نومبر د میاشتې په ټاکنو کې د دوهم ځل لپاره د امریکا د جمهوري ریاست د څوکۍ ګټلو ته په تمه دی د هیواد د فلج شويو اقتصادي فعالیتونو د بیرته پیل کولو په اړه اندیښمن دی.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۲ د امریکا د یو شمیر ایالتونو د جمهوري غوښتونکو والیانو اقدام وستایه چې د روغتیایي متخصصینو د خبرداري سره سره غواړي اقتصادي فعالیتونه چې د کروناویروس د خپریدو په وجه دریدلي، بیرته پیل کاندي.

د امریکا په سانفرانسیسکو کې لوړپوړی اقتصاد پوه سکاټ اندرسن وایي د امریکا اقتصاد په بیسارې توګه دندې له لاسه ورکړي او زیاتوي چې: «دا په ملي کچه یوې ملي غمیزې ته ورته ده.»

اقتصاد پوهانو ویلي دي چې د اقتصادي فعالیتونو د بیرته پیل کیدو سره سره به د کار مارکیټ ورو وي او ټول هغه کسان چې پدې وروستیو اونیو کې یې کارونه له لاسه ورکړي خپلې دندې به بیرته ترلاسه نشي کړای.