په یمن کې د سره صلیب د کارکوونکي وژنه او د بشري کړکیچ دوام

نړیوال سازمانونه وایي د یمن ټول ٢٢ میلیونه وگړي بشري مرستو ته اړتیا لري

د سره صلیب یو کارکوونکی نن د شنبې په ورځ د یمن د تعز په ښار کې په ډزو ووژل شو.

د یمن امنیتي ځواکونو ویلي دي چې وسله والو کسانو د سره صلیب د کارکوونکو پر موټر ډزې وکړې چې تر اوسه پوره نده څرگنده شوې چې په موټر کې څو تنه سپاره وو او دا چې نور کسان هم وژل شوي یا ټپي شوي او که نه.

د یمن د سره صلیب کمیټې رئیس چې د وظیفې موده یې پای ته رسیدلې وایي اوس په بمي بریدونو او ډزو کې د خلکو د مړینې په پرتله زیات شمیر خلک د جنگ د غیر مستقیمو تاثیراتو له وجې مري.

کولرا او سختې نس ناستې یا اسهالات د هغو ناروغیو له ډلې نه دي چې څه دپاسه دوه زره کسان یې په یمن کې وژلي دي.

د ٢٠١٥ کال د مارچ د میاشتې راهیسې د یمن څه دپاسه دوه میلیونه وگړي د کورنیو جگړو په وجه له خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي. په یمن کې بې ځایه کیدل هغه وخت پیل شول چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي یاغیانو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړل. دغه هوایي بریدونه لا هم روان دي.

نړیوالو سازمانونو ویلي دي چې اوس یمن د نړۍ له ستر بشري ناورین سره مخامخ دی ، ځکه د دې هیواد ټول ٢٢ میلیونه وگړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملگرو ملتونو د ٢٠١٨ کال په جنورۍ کې ویلي وو چې یمن له خورا بد بشري ناورین سره مخامخ دی چې شاو شاوخوا اته میلیونه وگړي یې د قحطۍ سره د مخامخ کیدو په حال کې دي. سربیره پر دې ددې هیواد شاوخوا یو میلیون وگړي د ساري ناروغیو لکه کولرا څخه رنځیږي او د یمن اقتصاد چې یو ناداره عربي هیواد دی د سقوط په حال کې دی.