اروپايي ټولنې د دسمبر په ۱۱مه (لیندۍ ۲۱مه) وویل، چې د دې ټولنې هغه غړي هېوادونه چې د روسیې او بلاروس سره ګډې پولې لري، کولی شي د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه محدود کړي چې مسکو او مینسک ورڅخه د "وسیلې" په توګه ګټه اخلي.
د اروپايي ټولنې په ختیځه برخه کې پراته هېوادونه، لکه پولنډ، د بالتیک هېوادونه او فنلنډ، تور لګوي چې روسیه او بلاروس په تېرو کلونو کې زرګونه پناه غوښتونکي د دوی پولې ته سوق کړي دي، ترڅو اروپا بې ثباته کړي.
په ورته وخت کې، د اروپايي اتحاديې ځینې غړي هېوادونه هڅه کوي چې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي، که څه هم داسې اندېښنې شته چې دغه اقدامات ښایې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې قوانینو سره په ټکر کې وي.
د اروپايي کمېسیون مرستیالې، هنا ویرکونن، ویلي چې بروکسل اوسمهال پر دې کار کوي، چې اروپايي هېوادونه څنګه کولای شي د امنیتي ګواښونو په توګه د پناه غوښتونکو حقونه محدود کړي. خو نوموړې زیاته کړه، چې دا ډول محدودیتونه باید "استثنايي، لنډمهاله او مناسبه" وي.
دا پداسې حال کې دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې له منځني ختیځ او افریقا څخه یو زیات شمېر پناه غوښتونکي د بلاروس له لارې اروپا ته داخل شوي دي.
همدارنګه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل وروسته د روسیې او بلاروس له سرحدونو څخه اروپا ته د کډوالۍ کچه زیاته شوه.
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسلا وان دیر لاین ددې خبر د اعلان پر مهال د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې ویلي: "مونږ به هېڅکله هغو مستبدو رژیمونو ته اجازه ورنه کړو چې اروپايي ارزښتونه زموږ پر ضد وکاروي. "
بروکسل وایي، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د بلاروس له پولې څخه د غیرقانوني مهاجرت کچه د تېر کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاته شوې ده. د اروپايي ټولنې په وینا، ۹۰ سلنه غیرقانوني کډوال چې له بلاروس او پولنډ څخه اروپا ته داخلېږي، د روسیې د سیاحت یا تحصیلي وېزې لري.
ویرکونن وايي، هغه څه چې دوی یې نن ورځ شاهدان دي، یوه "استثنایي" پدیده ده.
په ورته وخت کېې اروپايي ټولنې ویلي، چې د سرحدونو د څارنې د سیسټم د پیاوړي کولو لپاره به شپږ غړو هېوادونو ته ۱۷۰ میلیونه یورو مرسته ورکړي.
بلخوا، پولنډ د مهاجرت په اړه جدي دریځ خپل کړی، چې په کې د سرحدونو په اوږدو کې د اوسپنیز دېوال جوړول او په سرحداتو کې امنیتي ګزمو زیاتول شامل دي. خو د بشري حقونو ډلې پولنډي چارواکي د مهاجرینو پر وړاندې په تاوتریخوالي تورنوي. راپورونه وایي چې ځینې مهاجرین د سپیو د ډاړلو او یا د ربړي ګولیو د لګېدو له امله ژوبل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: "پولنډ په غیر قانوني توګه او کله ناکله په زور او ځواک سره کډوال پرته له دې چې د هغوی د خوندیتوب اړتیاوې په پام کې ونیسي، بېرته بلاروس ته استوي."
همدارنګه، فنلنډ د جولای په میاشت کې داسې قانون تصویب کړ چې ددغه هېواد پوله ساتونکو ته اجازه ورکوي د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره پناه غوښتونکي بیرته وشړي.
دا پداسې حال کې دی، چې د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې د فنلنډ له صدراعظم، پیتېري اورپو سره د خبرو پر مهال، د پولو د ساتنې په برخه کې د هیلسینکي د هڅو ملاتړ کړی دی.