ټاکنو کمیسیون: د رایې ورکوونکو نوم‌لیکنه د حمل په ۲۵ پیلیږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړولو لپاره بشپړ تیاری لري او دغه لړۍ به د حمل میاشتې په ۲۵مه نیټه رسماً پیل کړي.

د دغه کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ د ټاکنو د کمیسیون د ۳۴ ولایتونو د روزونکو څلور ورځني روزنیز ورکشاپ ته په وینا کې وویل، د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې کتابونه د نړیوالو ډونرانو په مرسته چاپ شوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارل شوي دي.

هغه وویل "د ثبت نام لړۍ پیل کیدونکې ده او نن زه په رسمي توګه باندې اعلان کوم، چې د ثبت‌ نام لړۍ به د رایې ورکوونکو لپاره د روانې میاشتې په ۲۵ باندې عملاً پیل کیږي".

ټاکل شوې چې د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې لړۍ لومړی د ولایتونو له مرکزونو څخه پیل او بیا ولسوالیو ته وغځول شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې د رایې ورکوونکو د نوملړ د جوړولو لپاره یې ۱۲زره نوي کارکوونکي نیولي او لا هم په دې برخه کې د استخدام پروسه جریان لري.

د ټاکنو د کمیسیون مشر ټینګار وکړ، چې ډیر ژر به د نوم‌لیکنې کتابونه په ولایتونو کې د رایې ورکولو مرکزونو ته ولیږدول شي او له هغې وروسته به د نوم‌لیکنې لړۍ پیل شي.

له دې مخکې د ټاکنو کمیسیون ویلي وو، چې د رایې ورکوونکو نوملړ به له نوې ټیکنالوژۍ څخه په استفادې جوړ کړي، خو اوس ټاکل شوې چې دغه نوملړ د هویت د تذکرو پر بنسټ جوړ شي.

د ټاکنو کمیسیون د افغانستان له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي، چې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر افغانانو ته لس میلیونه تذکرې وویشي.

د دغه کمیسیون د اټکل له مخې د رایې ورکونکو د نوملړ په جوړولو څه باندې ۲۸ میلیون ډالره لګښت راځي.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۱۶مه نیټه ترسره شي، خو د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، د یو لړ ستونزو له امله ښايي د ټاکنو په نیټه کې یو میاشت ځنډ رامنځ ته شي.