د ډیرو لانجو، مظاهرو او د هند په سترې محکمې کې د قضیې د گټلو وروسته پدماوات فلم په سنیماگانو کې ښودل کیږي.
پدماوات چې د خپریدو سره پرې په سنیماگانو کې د خلکو بیروبار جوړ دی، ښیي چې ډیرې پیسې وگټي او وجه یې دا وه چې د خپریدو نه مخکې د دغې فلم ضد دومره مظاهرې وشوی چې زیات مشهور شو.
خو د هند د دغه تکړه او مشهور فلم جوړونکي سنجی لیلا بنسالي فلم د سختدریځه هندوانو سره سره مسلمانان او د ښځو د حقونو فعالین هم ناراضه کړیدي.
سختدیرځه هندوان په دی ناراضه و چې د راجپوت قام ملکه ( د ملکې رول ډیپیکا پاډیکور لوبولی دی) یې پکې په ځینو داسې جامو کې ښودلي ده چې لوڅي دی.
د سختدریځه هندوانو د مظاهرو نه وروسته، د فلم جوړونکې دیته اړ شو چې شاوخوا ٧٠ ایکټونه ترینه لیري کړي. د فلم د خپریدو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو په دې حیراني څرگنده کړیده چې په دغه فلم د ادعاگانو برعکس راجپوت قام ته درناوې شویدي، د هغوي د غیرت او ننگ ډیرې قیصې پکې ویل شویدي.
بنگالۍ لیکواله تسلیمه نسرین لیکي
Watched Padmaavat. Spectacular movie. No complex story. Very simple. Rajput are heroes. Rani Padmavati is like a goddess.And Khilji is nothing but a filthy monster. Who will be most happy to watch the film? Karni Sena.
— taslima nasreen (@taslimanasreen) January 25, 2018
" پدماوات مې ولیدو، ډیره ښه قیصه ده. بیخي ساده ده. راجپوت اتلان دي. د پدماوت ملکه لکه دیوي او علاوالدین خلجي یو خراب شیطان. دا فلم به د چا ډیر خوښ شي؟ کرني سینا".
کرني سینا د راجپوتو هغه ډله ده چې د دغه فلم په ضد یې مظاهرې تنظیم کړې وې.
مسلمانان بیا په دی ناراضه دي چې علاوالدین خلجي چې په تاریخي ډول د هند یو اتل گڼل کیږي او هند یې څو څو وارې د منگولو د یرغل کونکو په مقابل کې خوندي وساته، په دغه فلم کې یو وحشي او جنسي تیری کونکی ښودل شویدی. په فلم کې د خلجي رول رنویر سنگ لوبولی دی.
هغه ( خلجي) په یو سین کې اومه غوښه خوري. ( هدف یې د مسلمانانو غوښه خواره ښودل دي.) انتقاد کونکي وایي چې مسلمانان غوښه خوري خو پخه شوي یې خوري اومه یې نه خوري.
په فلم کې دغه وحشي خلجي د پدماوات د ملکې د حسن قیصې واوري او د هغې د ترلاسه کولو لپاره د راجپوتو د پاچا رتن سنگ سره د جگړې لپاره راشي. ملکه پدماواتي د رتن سنگ میرمن وي.
د ښځو د حقونو فعالینې بیا وایي چې په فلم کې د راجپوتو ملکه د خپل ننگ د ساتنې لپاره ځان ووژني چې دا د هندوانو هغه پخواني رواجونه چې جوهر او ستي بلل کیږي، ته درناوې کول دي.
هندۍ هنرمندې او لیکوالې سوره باسکر د وایر لپاره یوه مقاله لیکلي ده. هغې په خپله مقاله کې په فلم سخت اعتراضونه کړیدي. هغه وایي چې په فلم کې یې د ښځو د ځان وژلو رسم یعني جوهر ته ډیر رومانټک رنگ ورکړی.
"Practices like Sati, Jauhar, FGM, Honour Killings should not be glorified because they don’t merely deny women equality, they deny women personhood."https://t.co/VrCYTQ8UUo
— The Wire (@thewire_in) January 28, 2018
د فلم د پیل نه واخله تر اخیره پورې په جامه پیزارو او په سیټ، د بنسالي د پخوانیو نورو فلمونو پشان ډیره خواري شویده. په فلم کې دیپیکا پاډیکور، شاهد کپور او رنویر کپور یو ځلې بیا ډیر ښه ځلیدلي دي.
د دې باوجود چې په فلم ډیر اعتراضونه هم شویدي، خو پدماوات په لومړیو دوو ورځو کې دوه سوه کروړه کالدارې گټلي دي.
داسې ویل کیږي چې د بنسالي د نوور فلمونو لکه دیوداس، گولیو کی راس لیلا راو لیلا او باجي راو مستاني په ډول به دا فلم هم ډیرې پیسې وگټي.