ډیسانتیس: د شک پرته ټرمپ د ۲۰۲۰ کال انتخابات بایللي و

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند یو کاندید چې د څو کالونو راپدیخوا یې مبهم او تت ځوابونه ورکول په یوې مرکې کې ویلي چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخابات بایللي و.

د فلوریډا ایالت پخواني والي ران ډيسانتیس تر دې وړاندې داسې پوښتنې نه ځوابولې چې آیا د هغه په باور تیر ځل د جمهوري ریاست انتخابات چې جمهور رئیس جو بایډن د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په مقابل کې وګټل، مشروع و که نه.

خو ښاغلي ډيسانتیس د ان بي سي تلویزیون سره په مرکې چې دوشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) خپره شوې، ویلي چې "یقیناً هغه (ډونالډ ټرمپ) بایللې و او جو بایډن جمهور رئیس دی".

د جمهوري غوښتونکي ګوند دې کاندید چې ادعا لري د خپل ګوند یوازینی کاندید دی چې کولی شي برحال جمهور رئیس جو بایډن ته په انتخاباتو کې ماتې ورکړي، په تازه مرکې کې په لومړي سر کې د دې پوښتنې ځواب په واضح توګه ورنکړ او یوازې دومره یې ویل، "هر څوک چې د جنوري په شلمه په انجیل لاس کښیږدي، د څلورو کالونو پورې ګټونکي وي" خو وروسته چې ترې بیا وپوښتل شول، وې ویل چې ټرمپ د انتخابات بایللي و.

د جمهوري غوښتونکي ګوند د نورو کاندیدانو په شان، ران ډيسناتیس هم د پوستې د لارې د رایې ورکولو په طریقې انتقاد وکړ خو تر څنګ یې دا هم وویل چې په همدې طریقې به دا ځل انتخابات کیږي.

په علمي څیړنو کې هم ثباته شوې چې دا ډول رای اچونه په انتخاباتو کې د ډیرو کسانو د برخې اخیستو سبب کیږي او د هیڅ ګوند په ګټه ندي.

د جمهوري غوښتونکو دې کاندید په مرکې کې دا هم ویلي چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخابات هغومره "بشپړ" انتخابات نه لکه په مطبوعاتو کې چې ادعا کیږي خو تر څنګ دا هم وویل چې جمهوري غوښتونکو پدې انتخاباتو کې د نیمګړتیاوو پر ضد هغه شان مبارزه ونکړه څومره یې چې تمه کیده.

سره لدې چې ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې چې ښاغلی ډي سانتیس د فلوریډا ایالت د والي مقام لپاره په انتخاباتو کې کاندید و، د هغه ملاتړ یې کړی و خو ټرمپ تازه ویلي چې سانتیس وفادار ندی.

د فلوریډا دې والي څه موده وړاندې د انتخاباتي مبارزو لپاره د بسپنو ورکوونکو یوې ډلې ته په خصوصي توګه ویلي و چې ګمان کوي د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو چانس یوازې جمهور رئیس بایډن، مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او دی پخپله لري.

سانتیس دا هم ویلي و چې برحال جمهور رئیس بایډن ته د ماتې ورکولو لپاره دی تر ټرمپ ډیر چانس لري.

ډي سانتیس شپږ کاله د متحده ایالاتو د استاز مجلس غړی و خو په ۲۰۱۸ کال کې یې د فلوریډا د والي مقام لپاره انتخابات وګټل او تیر کال په رای ګیرۍ کې د دویم ځل لپاره د همدې ایالت والي وټاکل شو.