جمهوري غوښتونکي استازي هیله من دي چې ټرمپ به د اوکراین – روسیه جګړه پای ته ورسوي

ټرمپ او پوتین

د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس جګپوړي غړي وایي په اوکراین کې د روسیې جګړې په هکله یې بحثونه پيل کړي تر څو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه ژمنه پوره شي چې د انتخاباتي غونډو پر مهال یې د دې جګړې د پای ته رسولو په هکله کړې وه.

د استازو مجلس دې غړیو د امریکا غږ اوکراین څانګې سره په مرکو کې خوشبیني څرګنده کړې چې ټرمپ ښایي د خپلې جمهوري ریاست په دورې کې دا هدف پر ځای کړي.

د استازو په مجلس کې د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکي استازي مایک والټز چې ښاغلي ټرمپ د ملي امنیت شورا د سلاکارۍ لپاره نومولی په اوکراین کې د روسیې جګړې پای ته رسیدو په هکله امریکا غږ ته وویل، " جمهور رئیس پدې هکله په وضاحت ویلي چې غواړې دواړه خواوې (اوکراین او روسیه) د خبرو میز ته راولي او د جګړې په پای ته رسولو تمرکز لري، په اوږدولو یې نه".

ټرمپ په انتخاباتو مبارزو کې پرته لدې چې نور معلومات ورکړي او په څرنګوالي وغږیږي، څو ځله ویلي چې په اوکراین کې د روسیې جګړه په یوې ورځې کې پای ته رسوي او دا ادعا یې هم کړې چې که دی په سپینه ماڼۍ کې وی، پوتین په اوکراین یرغل نه کاوه.

ډونالډ ټرمپ همدارنګه د جولای په میاشت کې د اوکراین جمهور رئیس سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي که د دویم ځل لپاره د امریکا جمهور رئیس وټاکل شي، د روسیې – اوکراین تر منځ جګړه به پای ته ورسوي .

دا مطلب هم ولولئ بایډن له ټرمپ غواړي چې اوکراین یوازې پرې نږدي

ټرمپ په اوکراین کې د روسیې یرغل پیل کیدو راهیسې څو ځله د دې جګړې پای ته رسیدو خبرې کړیدي خو د کیف او مسکو تر منځ د سولې لپاره یې خپله پالیسي نده په ډاګه کړې.

د استازو په مجلس کې د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ مشر، مایک راجرز بیا د اوکراین –روسیې تر منځ په اوربند کولو کې د ټرمپ په وړتیا په زغرده غږیدلی او امریکا غږ ته یې وویل چې هیله لري ښاغلی ټرمپ به د کال تر پایه د اوربند خبرې اترې پیل کړي.

دې استازې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې متحده ایالات به څرنګه روسیه په ځمکه وسلې کیښودلو ته وهڅوي وویل، "زه یوه نظریه لرم خو نه غواړم چې پرې وغږیږم".

په متحده ایالاتو کې مطبوعاتو ویلي چې ډونالډ ټرمپ تیره میاشت د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره په ټیلیفون کې غږیدلی او په اوکراین کې د جګړې نه تشدیدولو غوښتنه یې ترې کړې خو کرملین بیا ویلي چې داسې هیڅ خبرې ندي شوي.

سره لدې چې ډونالډ ټرمپ د اوکراین سره د متحده ایالاتو د نظامي مرستو مخالف دی خو د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر، مایکل مک کال چې د کیف سره د واشنګټن د نظامي مرستو ټینګ ملاتړی دی، امریکا غږ ته ویلي چې ټرمپ غواړي په اروپا کې "ډیر قوي حضور ولري".

پوتین د متحدو ایالتونو د ټاکنو په مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې کوم کاندید به د روسیې په ګټه وي، ویلي وو چې غواړي جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې ووینې. بیا چې کاملا هرېس د دیموکرات ګوند کاندیده شوه، هغه یې ښودلې وه.

د روسیې مشر همدرانګه ډونالډ ټرمپ ته د بری مبارکي ورکړې او دا یې هم ویلي چې غواړي د "زړور"ټرمپ سره خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر داسې مهال له ډونالډ ټرمپ سره د خبرو چمتوالی ښودلی چې لا هم په اوکراین کې جګړه روانه ده، روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې برید وکړ، امریکا او متحدینو یې دا برید غندلی او د روسیې په ضد دغې جګړې کې د اوکراین تر څنګ ولاړ دي.

متحده ایالتونه د اوکراین تر ټولو لوی پوځي او ملکي مرسته کوونکی بلل کېږي.