جمهوري غوښتونکو د ټرمپ یو سر سخت متحد د استازو مجلس مشرۍ ته نومولی

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکو جمعه اکټوبر ۱۳ (تلې ۲۱) د اوهایو ایالت استازی جیم جورډان چې د همدې مجلس د قضایه کمیټې مشر هم دی، د استازو مجلس د مشرۍ لپاره نومولی دی.

ښاغلی جورډان د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو سر سخت متحد دی او تر ټولو مهمه دنده به یې دا وي چې د استازو په مجلس کې سره ویشل شوي جمهوري غوښتونکي پداسې حال کې متحد کړي چې د جمهوري ریاست انتخاباتي مبارزې تودې روانې دي.

د اوهایو ایالت دې استازي د ګوند د غړیو تر منځ په لومړنۍ رایه ګیرۍ کې بری تر لاسه کړی خو بله اوونۍ به په عمومي رایه ګیرۍ کې معلومه شي چې آیا دا مهمه څوکۍ ګټلی شي که نه.

د مخکني مشر کیون مک کارتي تر لیرې کیدو وروسته دا دویمه اوونۍ ده چې د استاو مجلس مشر نلري او جمهوري غوښتونکي د خپل ګوند په راتلونکي او دا چې څوک د استازو مجلس مشرۍ ته وټاکي، په جنجال اخته دي.

دې وضعیت د استازو په مجلس کې غټه ګډوډي پیدا کړي او چارې هم په ټپه ولاړې دي.

جورډان د استازو په مجلس کې د "آزادۍ مجلس" په نامه د سخت دریځو جمهوري غوښتونکو ډلې باني هم دی. ډیر جمهوري غوښتونکي نه غواړي چې ښاغلی جورډان د استازو مجلس مشري وګتي او دا ویره هم لري چې پدې مجلس کې د هغوي اکثریت لرل عبث کیږي.

د متحده ایالاتو استازو مجلس داسې مهال مشر نلري او فعالیت پکې په ټپه دریدلی چې له یوې خوا په امریکا کې دننه ګډوډي روانه ده او له بلې خوا په بهر کې دوه داسې جګړې روانې دي چې د امریکا لپاره ډیر اهمیت لري.

له همدې کبله په جمهوري غوښتونکو فشار ډیر دی چې خپله تګلاره بدله کړي، د استازو په مجلس کې خپل اکثریت بیا وساتي او په کانګرس کنټرول ولري.

پدې مجلس کې ۲۲۱ څوکۍ د جمهوري غوښتونکو او ۲۱۲ د دیموکراتانو سره دي.

د استازو مجلس مشرۍ لپاره یو کاندید باید ۲۱۷ مثبتې رایې وګټي او که یو څو جمهوري غوښتونکي د دیموکراتانو سره لاس یو کړي ښایي د استازو مجلس مشري هم دیموکراتان وګټي خو اکثریت به د جمهوري غوښتونکو سره وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګانګرس کې د ولسي جرګې په خپل ۲۳۴ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سه شنبې په ورځ (اکتوبر درېیمه) د ۲۱۶ موافقو او ۲۱۰ مخالفو رایو په ورکولو سره،‌ ددغه جرګې پخوانی مشر،‌ کیون مک کارتي له خپلې دندې لیرې کړ.

د امریکا په ولسي جرګې کې یو شمیر ښي اړخي جمهوري غوښتونکي وکیلانو چې د ډیموکراټانو سره د مک کارتي د همکارۍ له کبله ناراضه شوي وو، د هغه د لرې کولو لپاره یې د رایې اچونې غوښتنه کړې وه.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ولسي جرګې پخوانی مشر، کیون مک کارتي له ۱۵ ځله رایو ګیریو وروسته ددغه جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو، ځکه ځینو جمهوري غوښتونکو هغه ته رایه نه ورکوله او له بلې خوا،‌ ډیموکراتانو په بشپړ ډول د خپل نوماند ملاتړ کاوه.

د امریکا د ولسي جرګې د پخواني رئیس د لیرې کېدو خبره هغه مهال راپورته شوه،‌ چې د استازو په خونې کې لنډه مهاله بودیجه تصویب شوه او مک کارتي په دې برخه کې د دموکرات ګوند د غړو په رایو اتکا وکړه. له دغې پرېکړې وروسته، د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې د حکومت د بندېدو مخه ونیول شوه.

خو په ولسي جرګې کې د جمهوري غوښتونکي غړي، مات ګایتز د اکټوبر پر دوییمه نېټه، د ښاغلي مک کارتي د لیرې کیدو په هکله د رای ګیرۍ غوښتنه کړې وه.

دی او نور جمهوري غوښتونکي پدې په غصه و چې مک کارتي د حکومت د لګښتونو لایحه پرته لدې چې په بودجې کې د کموالي لپاره د هغوي غوښتنې په نظر کې ونیسي، منظوره کړې وه.

د مک کارتي لیرې کول د ولسي جرګې په چارو کې د خنډ رامنځته کړ. دا پداسې حال کې ده،‌ چې د بودیجې تصویب په ګډون چې د حکومتي ادارو د تړلو مخه نیسي، د ګڼ شمېر لایحو د تصویب لپاره ټاکل شوې نیټه د نومبر په نیمایي کې پای ته رسیږي.

سربیره پردې ، اوکراین ته مرستې او په اسرائیل کې وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره د یوه بیړني پریکړه لیک اړتیا، جمهوري غوښتونکو وکیلان، دې ته وهڅول چې ژر تر ژره د ولسي جرګې نوی رئیس پر ټاکلو ټینګار وکړي او پارلمان ته اجازه ورکړي چې خپل کار پیل کړي.