د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ځايي شتمنو کسانو په خپل شخصي لګښت د سیمې د یو عمومي سرک د جوړولو کار بشپړ کړی او خلکو ته یې ژوند اسان کړی دی.
دا دوه کیلومتره سرک چې تازه د تګ راتګ د پاره پرانیستل شوی، د څمکنیو چنارګي کلي ته غځېدلی او په جوړولو یې اته میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
ځایي اوسیدونکي له پانګه والو خوښ دي او وایي وړاندې له دې چې یاد سړک جوړ شي، له ګڼو ستونزو سره مخ ول.
د سیمې قومي مشر طاهر الدین امریکا غږ ته وویل: "دا سیمه تاسو ګورئ چې د بارانونو په وخت کې به ټول سرک خراب و او د موټرونو کرایه به ۶۰۰ وه، خو دا چې اوس دا سړک جوړ شو نو دا کرایه ۲۰۰ ته را ټیټه شوه او زموږ لپاره چې غریب خلک یو، ښه زیری دی."
ددې پروژې مسئولین وايي، د ځايي پانګه والو د مالي مرستې برسېره، د سیمې رضاکارو ځوانانو د سرک په جوړولو کې برخه اخیستې ده.
په څمکنیو کې د یاد سرک د رغوونې د چارو مسئول داود ځلاند امریکا غږ ته وویل: "دوه کیلومتره سړک دی چې اته میلیونه لګښت پرې راغلی د ملي پانګوالو په مرسته جوړ شو، دا سړک دوه فازه لرل، چغل او نورې چارو یې یوه میاشت او نورو چارو یې تر دویو اونیو وخت ونیوی."
د سیمې اوسېدونکي د پانګوالو د مرستي تر څنګ، په ځوانانو کې د رضاکاره چارو د ترسره کولو روحیې د پیاوړتیا اړخ خورا اړین ګني.
د څمکنیو ولسوالي اوسېدونکي رؤف باوري وویل: "زموږ په ولسوالۍ کې ددې سړک جوړول یو بې جوړې کار دی. د پانګوالو یې کور ودان خو یوه بله ګټه دا چې په ځوانانو کې یې د رضاکارو چارو روحیه قوي کړه."
د څمکنیو ولسوالي د اوسیدونکو په خبره چې لا هم په دغه ولسوالۍ کې د ګڼو کليو خلک د لارو د خرابوالي له امله د پراخو ستونزو سره مخ دي او پکار ده چې ولایتي اداره او پانګوال د داسې پروژو ملاتړ او پراختیا ته دوام ورکړي تر څو د لیرو پرتو سیمو خلکو د تګ راتګ ستونزې ته حل وموندل شي.