قاطع ملاتړ د دیني حساسیت پارونکو پاڼو په خپرولو بخښنه غوښتې

د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو ویلي، چې دغه کار په غلطۍ کې ترسره شوی او له تکرار څخه به یې ډډه وشي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو ګډې قوماندانۍ، د تروریستي ډلو ضد تبلیغاتي پاڼو د خپرولو له امله، چې په کې د دیني حساسیت پاروونکي محتویات شامل وو، د افغانستان له خلکو بخښنه غوښتې ده.

تیره ورځ امریکايي ځواکونو په پروان ولایت کې د هوا له لارې یو شمیر تبلیغاتي پاڼې وغورځولې، چې محتوا یې دیني مقدساتو ته سپکاوی بلل شوی.

د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو ویلي، چې دغه کار په غلطۍ کې ترسره شوی او له تکرار څخه به یې ډډه وشي.

د بهرنیو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قوماندان تورن‌جنرال جیمز لینډر په یو بیان کې ویلي "زه په صادقانه توګه بخښنه غواړم. موږ د اسلام مقدس دین او خپلو مسلمانو ملګرو ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې درناوی لرو. دغې غلطۍ ته هیڅ‌کله د عذر دلیل نشته. زه به پر خپلو کړنلارو بیا کتنه وکړم ترڅو د دغې پیښی دلیل معلوم او مسئولو کسانو ته مجازات ورکړل شي. همدارنګه، زه به لازم بدلونونه راولم تر څو داسې یوه کړنه هیڅ‌کله بیا تر سره نشی".

دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني ځواکونه له افغانانو څخه بخښنه غواړي، بلکې له دې مخکې یې هم یو لړ داسې اقدامات ترسره کړي، چې له امله یې د افغانستان له خلکو څخه د بخښنې غوښتلو ته اړ شوي دي.

په پروان کې سیمه‌ییزو چارواکو د دغو تبلیغاتي پاڼو په خپرولو کلک غبرګون ښودلی دی.

د پروان والي محمد عاصم عاصم تیره ورځ په یو خبري کنفرانس کې د دغو پاڼو په خپرولو کې د بهرنیو ځواکونو پر ناغیړۍ نیوکه وکړه او ويې ویل، چې دا مسئله به د یو ګډ هیأت له خوا په جدي ډول وڅیړل شي او نتایج به یې له خلکو سره شریک شي.

د پروان والي زیاته کړه، چې بهرني ځواکونه په خپلې غلطۍ پوه شوي او منلي یې دي، چې د دغو پاڼو په چاپولو کې یې ناغیړي کړې ده.

د هغه پر وینا، ټاکل شوې چې د پروان ولایت د مقام، دیني عالمانو، ولایتي شورا، امنیتي ارګانونو او بهرنیو ځواکونو یو ګډ هیأت دا قضیه وڅیړي او هغو کسانو ته به سزا ورکړي، چې په دې برخه کې یې ناغیړي کړې.

د بهرنیو ځواکونو دغه تبلیغاتي پاڼې د سې‌شنبې په ورځ د پروان په مرکز چاریکار، د دغه ولایت په بګرام، جبل‌السراج او سیدخیل ولسوالیو کې او د کاپيسا ولایت په یو شمیر سیمو کې د هوا له لارې غورځول شوي.