د طالبانو د اوربند د نه غځولو پریکړې مایوسه کړې یو - ناټو

د طالبانو لخوا د اوربند د نه غځولو پریکړې مایوسه کړي یو خو مونږ به د افغانستان د ولسمشر د اوربند د پریکړې ملاتړ ته دوام ورکړو.

دغه خبرې د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان مرستیال جنرال رچرډ کرپویل د چهارشنبې په ورځ ( جون ٢٠) پنټاگان ته په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه په یوې معلوماتي غونډې کې وکړې.

ښاغلي کرپویل وویل "په افغانستان کې په تیرو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشو. تاسو به د اختر د ورځې عکسونه لیدلي وي چې افغان عسکر او طالبانو د یو بل سره روغبړ کاوه او یو ځاې یې مونځ وکړ"

هغه وویل چې د ولسمشر غني لخوا د اوربند د غځولو اعلان او طالبانو ته پرته د شرایطو د مذاکراتو وړاندیز دا څرگندوي چې افغانان سولې ته لیواله دي.

هغه وویل د طالبانو د اوربند د نه غځولو پریکړې ناهیلې کړی خو" د ولسمشر غني د اوربند پریکړه مراعتوو"

ښاغلي کرپویل زیاته کړه " د افغانستان د حکومت ملاتړ کوو ولسمشر غني باور لري چې دا هلي ځلې به طالبان بالاخره د خبرو لپاره اماده کړي چې یو ټولنیز فشار، دوهم ډپلوماتیک فشار او دریم پوځي فشار دی او د قاطع ملاتړ ځواکونه په پوځي فشار متمرکزه دي."

هغه هیله څرگنده کړه چې دا اوس په افغانستان کې ښه فرصت دی ځکه په افغانستان کې بدلون لیدل کیږي. هغه وویل چې د افغانستان عسکر او پولیس اوس د د پخوا په پرتله زیاته وړتیا او ظرفیت لري. افغانستان د راتلونکي انتخاباتو لپاره تیاري نیسي او ناټو به په روان کال کې خپله عسکر دې زره نور هم زیات کړي.

هغه د خپلې وینا په پای کې وویل چې د افغانستان ولس په سولې او ثبات کې د ژوند حق لري.