د پېښور کبابیان وايي د افغانستان د څارویو غوښه خوږه ده

د پېښور په نمک منډيي کې د کړايي او تیکو د رسټورانټونو چلوونکي وايي، هلته تر ډېره د افغانستان څاروي راوړي، ځکه چې د دوی په خبره غوښه يې د نورو سیمو تر څارویو ډېره خوږه ده.

د نمک منډيي تیکې اوس په پېښوري خوړو کې خورا شهرت موندلی دی.‌ ددې سیمې د رسټورانټونو چلوونکي وايي، په یوه رسټورانټ کې د ورځې تر ۱۵ پورې څاروي ایستل کېږي، چې اکثریت يې له افغانستان څخه راځي.

د رسټورانټ چلوونکي قادر خان وايي: "نورو سیمو کې هم ګډان شته، خو افغانستان ته نشي رسېدای. د هرې سیمې خپل خپل څاروي وي،‌ خو هغه لږ کمزوري وي. د افغانستان چې کوم څاروي وي،‌ دا غوړ وي‌ او غوښه يې هم ښه وي او بهترین ټېسټ جوړوي، د هغې غوښه."

د نمک منډيي په دې رسټورانټونو کې له تیکې سره سره د کړاهي بیلابیل ډولونه هم پخېږي او د رسټورانټ چلوونکو په خبره په هغه کې هم تر ټولو زیاته غوښه د هغو څارویو استعمالېږي چې له افغانستان څخه راځي.

د مدیر په نوم یو بل د رسټورانټ چلوونکی وايي: "د افغانستان هوا هم ښه ده. د افغانستان اوبه هم ښه دي، څاروي یې ټول عمر ګرځي. او غوښه یې په دې باندي خوږه ده چې هغه ټوله غریزه علاقه ده، او څاروي سهار خوشي کړي‌ او ماښام راځي.‌ نو په دې وجه باندي د افغانستان د څارویو دا غوښه خوږه ده."

پېښور د افغانستان د یو شمېر نورو توکیو لپاره هم لوی سوداګریز مرکز دی. د نمک منډيي د څارویو بازار ته ډېر څاروي له افغانستان څخه راوړل کیږي. په دغه بازار کې د څارویو سوداګر وايي، که يې په تورخم د تلو راتلو لپاره لارې اسانې شي، کاروبار به یې نور هم وغوړیږي.