د جي-۷ هیوادونو وزیران: پر میرمنو د طالبانو محدودیتونه افغانستان لا منزوي کوي

د نړۍ د اوو سترو اقتصادي لرونکو هیوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې په د طالبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په حقونو او آزادیو د محدودیتونو ډیروالی افغانستان د نړیوالې ټولنې څخه نور هم منزوي کوي.

د متحده ایالاتو، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان ،بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې پنجشنبه مې ۱۲ (غوایي۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي، "طالبان پدې کړنو سره ځان د نړیوالې ټولنې څخه لا څنډې ته کوي".

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې د زده کړو څخه د افغان نجونو محرو کول چې طالبانو ویلي د افغانستان د ولس په غوښتنې یې دا کار کړی، د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د نوي رژیم په رسمیت پیژندلو کې یو ستر خنډ دی.

سره لدې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د سږ کال ښوونیز کال په پیل کې به ټولې نجونې او هلکان وکړی شي ښوونځیو ته ولاړ شي خو دې ډلې نه یوازې دا چې تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونې ښوونځي بند ساتلي بلکې تازه یې د میرمنو د پردې کولو په هکله داسې سختې لار ښوونې کړي چې نړیوالې ټولنې پرې جدي غبرګون ښودلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په رسمیت پیژندلو او د افغانستان سره د مرستو لپاره یو مهم شرط دا ایښی چې دا ډله باید افغان نجونو ته د زده کړو او کار کولو فرصت ورکړي خو ښاغلی نیکلاسن وایي د طالبانو د تازه کړنو له کبله نړیواله ټولنه د هغوي په ژمنو شکمنه شوې.

د اروپا دې جګپوړي دپلومات کابل ته د خپل پنځه ورځني سفر څخه وروسته د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " که ښوونځي (د نجونو لپاره د منځني دورې او لیسې) ژر تر ژره په ټول هیواد کې پرانیستل شي، یوه ښه او مثبت اقدام کیدی شي."

خو د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې دې جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې د دې اتحادیې په ګمان په اوس وخت کې په افغانستان کې د وضعیت څخه داسط څرګندیږي چې هر څه "مخ پر شا" روان دي.

ښاغلي نیکلاسن زیاته کړه چې که طالبان د نجونو او میرمنو د زده کړو او کار کولو د حقونو تر څنګ مدني آزادیو او د اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب ضمانت ورکاندي، په نړیواله کچه د هغوي په رسمیت پیژندلو کې به مرسته وکړي.