پاکستان د مشال راډیو کارکونکي تر فشار لاندې نیولي

مشال رادیو د ازادې اروپا د ازادۍ رادیو په چوکاټ کې له پراگ نه خپرونې کوي

د ازادې اروپا رادیو په پاکستان کې د خپلو همکارانو پر وضعیت اندیښنه څرگنده کړې چې په اسلام اباد کې د مشال رادیو له تړلو وروسته د پاکستاني مقاماتو تر فشار لاندې دي.

د ازدې اروپا د رادیو عمومي مشر تامس کېنټ د جنورۍ په ۲۶مه په یوه اعلامیه کې ویلي، داسې نښې نښانې شته چې پاکستاني چارواکي د مشال راديو کارکوونکي په زور دې ته اړ کوي چې د خپلې ادارې خلاف بیان ورکړي.

د جنورۍ د میاشتې په ۱۹مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د مشال رادیو دفتر د پاکستانۍ استخباراتي ادارې ''ای ایس ای'' د هغو تورونو په نتیجه کې وتاړه چې ویلي وو مشال راديو د پاکستان د ګټو په خلاف خپرونې کوي او د هغه هیواد د دښمنې استخباراتي اجنډا پر لیکه روانه ده.

د ازادې اورپا د رادیو د مشر په اعلامیه کې راغلي دي چې "موږ په اسلام اباد کې د مشال راديو د دفتر پر بندېدو ډېر زيات اندېښمن يو او په بیړنۍ توگه د پاکستاني ارادو د زياتو معلوماتو په لټه کې يو. مشال راديو د ازادې اروپا ازادۍ راډيو يوه څانګه ده چې خصوصي خبري اداره ده او د امريکا کانګرېس يې ملاتړ کوي. دا اداره د هېڅ یوه هېواد له استخباراتي شبکو سره تړاو نه لري. مشال راديو په پاکستان کې زموږ اوریدونکو ته د باوري او ناپیلو معلوماتو مهمه سرچينه ده. موږ پرته له ځنډه ددې ستونزې د هواریدو هیله لرو."

د جنورۍ پر ۲۵ نیټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې د مشال راديو د تړلو یو بل دلیل ذکر کړ چې د هغه په وینا د کورنیو چارو وزارت د مشال رادیو دفتر ځکه تړلی چې دغې رادیو لایسنس یا اجازه نامه نه درلودله.

د مشال رادیو د خپرونو اجازه لیک

​خو دا په داسې حال کې دي چې د مشال راديو په پاکستان کې د یوې نشراتي ارگان په توگه رسمي ثبت شوې او همداشان دا رادیو په پاکستان کې د خپرونو لپاره هیڅ ترانسمیټر نه لري.