ایران: پاکستان ته به د یاغیانو نه ملاتړ په "ستر قیمت" تمام شي

ایران پاکستان هغو یاغیانو ته په پناه ورکولو تورن کړی چې تیره اونۍ یې په یو برید کې د ایران د سپاه پاسداران د سرحدي قواو ٢٧ سرتیري ووژل.

د ایران د سپاه پاسداران عمومي‌ قوماندان محمد علي‌ جعفري ویلي چې د سیستان په بلوچستان کې پر ایراني سرتېرو د حملې غچ به واخلي او خبرداری یې ورکړی چې پاکستان ته به د یاغیانو نه ملاتړ په "ستر قیمت" تمام شي.

د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له‌مخې د سپاه پاسداران قوماندان نن شنبه ویلي که پاکستان له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې عملي اقدامات ونه کړي ایران به پخپله د دوی په وینا د «استخباراتي سازمانونو د مزدورانو» په وړاندې اقدام وکړي.

ښاغلي جعفري په خپلو خبرو کې چې د ایران په دولتي تلویزیون کې خپریدې همداشان سعودي عربستان او عربي متحده امارات د سني مذهبه ملیشه ډلو نه په ملاتړ تورن کړل چې د ایران پر امنیتي قواو باندې د بریدونو مسؤل گڼل کیږي.

پاکستان، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ایران دغه تورونه بې بنسټه گڼلي دي.

ایران ویلي که پاکستان اقدامات ونه کړي خپله به لاس پکار شي

نوموړي زیاته کړې چې حالات تېر ته بدل شوي او پاکستان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپل کړنلاره تغیر کړي.

نوموړي‌ زیاته کړې: "که چیرې پاکستان په دې برخه کې خپل مسؤلیت تر سره نه کړي، د ایران اسلامي جموریت د نړیوالو قوانینو او مقرراتو له‌مخې دا حق ځان ته ورکوي چې پر ګډه پوله د خپل امنیت ساتلو په هدف د سیمې هېوادونو د جاسوو سازمانونو د مزدورانو په پر وړاندې جدي اقدامات تر سره کړي."

د ایران د سیستان په بلوچستان کې د تېرې چهارشنبې په ورځ په موټر بم انتحاري حمله کې د ایراني چارواکو په وینا د سپاه پاسداران ۲۷ سرتېري وژل شوي‌ او ۱۳ نور ټپیان شوي‌ دي.

د دغه حملې مسؤلیت جیش العدل وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې تر انتحاري‌ حملې یوه ورځ وروسته د پاکستان په بل ګاونډي‌ هېواد د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې هم انتحاري حملې ۴۱ هندي سرتېري ووژل.

د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د برید انځور

​د هند صدر اعظم د دغه حملې مسؤلیت پر پاکستان واچوه او خبرداری ورکړ چې په هندي کشمیر کې د پنجشنبې د ورځې مرگونې حملې ته به "سخت ځواب" ووایي.

نرندرا مودي ویلي چې دولتي قواو ته یې د یاغیانو په وړاندې په مقابله کې "بشپړه ازادي" ورکړې ده. هغه وویل "امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوی چې د خپل ځواب د وخت، ځای او څرنګوالي په هکله تصمیم ونیسي".

د هند د برید مسؤلیت په پاکستان کې مېشتې د جیش محمد ډلې په غاړه اخیستی دی.

پر همدې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې له پاکستان څخه غوښتي چې پخپله خاوره کې د ترورستي ډلو په وړاندې جدي‌ اقدامات تر سره کړي او د ټولو هغو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، چې له پاکستانه په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه سمبالوي.