امیري: د استانه غونډې ګډونوالو افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړیدو ملاتړ کړی

ویسټ او امیري په استانه کې

د منځنۍ اسیا د پنځه هیوادونو او د امریکا د متحده ایالاتو د چارواکو ترمنځ په استانه کې د ګډې غونډې په پای کې میرمن رینا امري ویلي، چې ددغې غونډې اکثریت کډونوالو په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو څخه ملاتړکړی دی.

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د جمعې په ورځ جولای ۲۸ (زمري شپږم) د خپل ټویټر په پاڼه د پنجشنبې د ورځې ددې ګډې غونډې په اړه ویلي، چې ګډونوالو افغانستان کې د ښځو حقونو ته درناوی د اقتصادي ثبات، امنیت او سولې لپاره مهم ګڼلي دي.

میرمن امیري ویلي: "ډیر په دې موافق و، چې ټولشموله حکومت او د ښځو حقونه د اقتصادي ثبات، امنیت او سولې د ټینګیدو لپاره اړین دي. ځانګړو استازو د اسلام په دین کې په بشپړ ډول د ښځو حقونو د خوندیتوب باندې ټینګار وکړ او په خپلو هیوادونو کې یې په پرمختګ کې د ښځو رول خورا زیات مهم وګڼه".

د قزاقستان په پایتخت استانه کې د پنجشنبې د ورځې په دې جوړه شوې غونډه کې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ او د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره ددغه هیواد د ځانګړې استازې رینا امیري د ګډون سربیره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو هم ګډون کړی و.

ددې غونډې په اړه افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې ناسته کې یې د افغانستان په اړه د قزاقستان، قرغزستان ، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د چارواکو سره له افغانانو د ګډ ملاتړ په تړاو خبرې کړي دي.

ښاغلي ویسټ ویلی: "زه له دوي هر یو څخه د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد، او بشري اړتیاوو په ګډون د مهمو مسایلو په اړه د بامحتوا خبرو په خاطر مننه کوم."

ټاکل شوې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دغه دوه لوړپوړې چارواکي به د استانې د غونډې وروسته د طالبانو د حکومت د یو پلاوي سره د خبرو لپاره د قطر پایتخت دوحې ته لاړ شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای ۲۶ (زمري څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه دوه امریکايي چارواکي به د جولای له ۲۶مې تر ۳۱مې پورې قطر او قزاقستان ته سفر وکړي او هلته به په افغانستان کې د امنیت، له نشهيي موادو سره د مبارزې او د ښځو پر حقونو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې ویلی: "دوی به په دوحه کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو د یو پلاوي سره وګوري چې د افغانستان اړوند اساسي مسایلو باندې خبرې وکړي.د بحث په اصلي موضوعاتو کې به د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټاکل شوې ددې میاشتې په وروستیو کې ددغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي: "د افغانستان لپاره په دې خبرو کې به د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري."

امریکا متحده ایالاتو یو شمیر چارواکو دمخه د طالبانو د مشرانو سره په پرله پسې ډول کتلي دي، خو دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي پلاوی د طالبانو د حکومت د لوړو چارواکو ترڅنګ د ځینو وزارتونو د تکنوکراتانو سره هم خبرې کوي.

د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ دا کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو دوو کلنو پوره کیدو ته له شلو ورځو کمې ورځې پاتې دي.