د ایران نویو سیلابونو سلگونه زره کسان له خطر سره کړي

په ایران کې سیلابونو لږ تر لږه ٩٠ زره کورونو ته تاوان اړولی دی

ایراني مقاماتو د هیواد په جنوب لویدیځ کې د سختو بارانونو له کبله له ښارونو او کلیو څخه د خلکو د ایستلو فرمان صادر کړی دی.

د ایران دولتي اژانس رپوټ ورکړی دی چې تر اوسه د خوزستان ولایت په جنوب لویدیځ کې د پنځو حوزو اوسیدونکي امنو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د ایران د کورینو چارو وزیر ویلي دي چې شاوخوا ۴٠٠ زره کسان پدغو سیمو کې د سیلابونو له گواښ سره مخامخ دي.

تر اوسه د ایران د طبیعي پیښو په وجه د ٧٠ تنو مړینه تائید شوې ده.

د خوزستان ولایت په گاونډ کې د لرستان ولایت اوه کلي هم د ځمکې د خویدو له گواښ سره مخامخ دي.

په ایران کې د مارچ د ١٩ بارانونو او سیلابونو د پیل راهیسې پدې هیواد کې شاوخوا ۱۹۰۰ ښارونه او کلي تاواني شوي دي.

د ایران حکومت اعلان کړی دی چې د هیواد په جنوبي ښارونو کې گرځنده طبي ټیمونه ځای پر ځای شوي دي. د دولتي منابعو په وینا پدې وروستیو ورځو کې شاوخوا ١٠٠٠ کسان په هلي کوپترو کې امنو ځایونو ته انتقال شوي دي.

پدې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه وینا کې د امریکا د ولس په استازیتوب د ایران وروستیو سیلاب ځپلو سره خواخوږي څرگنده کړې ده.

هغه همداشان ویلي، امریکا د نړیوالو مرسته رسونکو سازمانونو سره او هم په مستقیمه توگه د ایران له خلکو سره مرستې کولو ته تیاره ده.