زرقي نشه یې توکي- د خطرناکو ناروغیو د خپریدو لامل

kandahar drug addict

د کندهار د عامې روغتیا مسئولین وايې چې د معتادینو په منځ کې ځيني په خطر ناکو ناروغیو اخته دي چې د مشترکو وسایلو استعمال يې د خطرناکو ناروغیو خپریدو ته زمینه برابره کړې.

په نشه روږدي کسان نشه يي مواد په ګډه کاره وي.

د دوي په منځ کې ځيني په ډيرو خطرناکو او ساري ناروغیو اخته دي.

په نشه روږدی دا کس وايې چې ایچ آی وي او تور ژړي ناروغی لري.

خو دی وايې چې اقتصادي حالت يې سم ندی، ځکه خو لمړی ځانته ملګری پیدا کوي او بیا په ګډه نشه يي توکي تر را نیول کیدو وروسته ورسره کاره وي.

روغتیايي مسئولین پدې اړه ژوره اندېښه څرګندوي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول د څانګې یو مسئول ډاکتر همیایون رحماني وايې چې په نشه روږدي کسان د مشترکو وسایلو له استعمال څخه ډډه وکړي.

خو د دې تر څنګ د نشه يي توکو د ډير خطرناکو ډولونو استعمال یوه بله اندېښنه ده چې معتادین يې کاره وي.

په کندهار کې د معتادینو د درملنې د مرکز مسئول ډاکتر محمد زمان وايې چې دوی ځيني داسي معتادین هم بستر کړي چې د نشې کولو خطر ناکه طریقې استعمالوي.

روغتیايي مسئولین وايې چې زرقي اعتیاد مخکې په جنوبي ولایتونو کې نه وو خو له ایران او پاکستان څخه وطن ته د راستانه شویو معتادینو سره سم د پيچکاري له لاری د نشه يي توکو کارول اوس په دې سیمه کې لیدل کیږي.