کندهار کې پر ۴۰۴ مسافر وړونکي بس چاودنه شوې

عکس(ارشیف)

د کندهار – هرات پر لویه لار پر يوه مسافر وړونکي ۴۰۴ بس موټر د سړک د غاړي ماین چاودنې مسافرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پېښه نن دوشنبه جنورۍ ۲۵( سلواغې شپږمه) سهار پنځه بجې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

سیمه ییز چارواکي وايي چې مسافر وړونکی بس موټر له کابل څخه د نیمروز ولایت پر لوري د تګ په حال کې وو چې د سړک د غاړي ماین چاودنه پرې شوې.

د میوند ولسوال حاجي عبیدالله امریکا غږ ته وويل چې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله د ولسوالۍ په ځینو برخو کې وسایط له عمومي سړک څخه خامه لاري ته اوړي چي نننۍ پېښه هم په همداسي یوه سیمه کې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړه:"د دولت وسله والو مخالفینو ماین تازه پر خامه لار باندي ځای پر ځای کړی وو کله چي مسافر وړونکی ۴۰۴ بس له سیمي څخه د تیریدو په حال کې وو د موټر چلونکي پر ټایر چاودنه شوې چې د لومړونیو معلوماتو له مخې یو تن پکښي وژل شوی او ۵ تنه نور پکښي ټپیان شوي خو د ځينو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی."

په ورته وخت کې د احمد شاه بابا ابدالي بس ټرانسپورت یوه مسئول حاجي اغاجان امریکا غږ ته وویل چې مسافر وړونکی بس د دوی د شرکت اړوند دی.

نوموړي زیاته کړه چې یاد بس له کابل څخه نیمروز ولایت ته مسافر لېږدول چې د پېښي قرباني شول.

نوموړي وويل:"مسافر ټول د هیواد د شمالي ولایتونو اوسیدونکې وو چې د مزدورۍ لپاره د نیمروز ولایت له لاري ایران ته د تګ په هڅه کې وو موږ په خپلو شخصي امکاناتو د پېښې ټپیان تر روغتون پوري رسولي."

د میرویس حوزوي روغتون مسئولین وايي چې له پېښې څخه دوی ته ۷ ټپیان ور وړل شوي چې د ځينو روغتیايي حالت يې خراب دی.

د کندهار – هرات لویه لار د کندهار له دو نا امنیه ولسوالیو ژړی او میوند څخه تیره شوې چې له تیرو ۳ میاشتو راهیسې پرې د وسله والو طالبانو حضور زیات شوی.

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.