بلخ کې اته ملکیان د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي

افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو او وسله والو جګړو وروسته د سړک د غاړې ماینونه د ډیرو افغانانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځې.

د بلخ ولایتي چارواکي وايي، نن د یکشنبې په ورځ ( سنبلې لسمه) د غرمې دمخه د دغه ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ملکي وګړو د سپرلۍ یو موټر، چې د چمتال ولسوالۍ له یو کلي څخه د ولایت مرکز مزارشریف پر لور روان وو، په لاره کې پر یو ماین ختلی، چې له امله یې په موټر کې سپاره ټول مسافر وژل شوي دي.

ښاغلي فرهاد وویل:" دغو اتو مسافرو په یو سراچه ډوله موټر کې چمتال ولسوالۍ د امام صاحب له کلي څخه ښار ته سفر کوه، چې د سړک د غاړې له ماین سره ټکر کړی او ټول شهیدان شوي، دا ماین له وړاندې د طالبانو له خوا په دغه سړک کې ښخ شوی وو".

د چمتال ولسوال متین خواجه زاده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا پیښه د دغې ولسوالۍ د خلاچي په کلي کې پیښه شوې ده.

هغه وویل،د پیښې په قربانیانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

ښاغلي خواجه زاده وویل:" اوه سړي او یوه ښځه په دې پیښه کې وژل شوي دي. مړي د هغوی خپلوانو ته سپارل شوي دي".

تراوسه وسله والو طالبانو د بلخ ولایت د سیمه ییزو چارواکو د ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تیره اونۍ هم د بلخ ولایت د دولت اباد په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي وو.

د ملکي وګړو د خوندیوب په اړه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي " یوناما" د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په راپور کې د ځانمرګو بریدونو او هوايي حملو وروسته په دغه هیواد کې د سړک د غاړې چاودنې د ډیرو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ښودل شوي دي.