که طالبانو سره موافقه وشي یا ونشي، امریکا سرتېري کموي- رابرټ اوبراین

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار رابرت اوبراین

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار رابرټ اوبراین ویلي چې روان کال (۲۰۲۰) له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدل ممکن دي.

ښاغلي اوبراین وویل که دغه هوکړه هم ونشي ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمولو ته چمتو دی.

رابرت اوبراین د" اکسیوس" په نامه له یو امریکایي ویبسایټ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي هغه شرایط بېرته برابر شوي چې په اساس یې امریکا له طالبانو سره خبرې کوي.

هغه وايي: "که چیري د یوې معاملې له مخې وي یا پرته له معاملې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړو."

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر افغانستان ته د سفر پر مهال په بګرام پوځي اډه کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر ټرمپ به د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسېږي؟

وویل:"د ولسمشریزو ټاکنو دمهالوېش په اساس قضاوت نشي کولی، خو ممکنه ده چې سږکال هوکړي ته ورسېږي. موږ پر هغه باندې کار کوو، خو باید یوه ښه معامله وي."

هغه د یکشنبې په ورځ (جنوري۱۲) دا خبرې کړي دي.

ویل کیږي چې امریکا او طالبان تېرکال د سولې یوې موافقې ته نژدې شوي وو، خو په کابل کې پر امریکایي سرتېرو د طالبانو له برید وروسته ولسمشر ټرمپ دا خبرې بندې کړې.

خو څو اونۍ مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي په قطر کې بیا له طالبانو سره خبرې پیل او په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو، اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلولو بحثونه کړي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل چې د سولې خبرو ته د رسېدو لپاره د افغانستان طرحه د اوربند ټینګېدل دي او د تاوتریخوالي کمېدل عملي جنبه نه لري.