پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونو یوه ماشومه وژلې ـ چارواکي

عکس( ارشیف)

په کونړ کې چارواکي وايي‌ چې د پاکستان له لوري بیا د راکټونو بریدونه شوي‌ دي.

په تازه پېښه کې د چارواکو په خبره تېر ماخستن د مرورې ولسوالۍ ترخو اوبو سیمه کې پر یو کور توغندی لګېدلی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن دوشنبه اکتوبر ۱۹(تلې۲۸) امریکا غږ ته وویل چې د راکټ دغه مرمۍ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پاکستاني نظامیانو ویشتلې چې یوه ماشومه پکې وژل شوې او د مور په ګډون یې د کورنۍ څلور غړي ټپیان شوي.

مصمم وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني نظامیانو له لوري یوځل بیا د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ۱۶ فیره مرمۍ راتوغول شوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې له هغې غاړې څخه توغندیز بریدونه کیږي، افغان چارواکي وايي چې دغه بریدونه پاکستاني نظامیان کوي، خو پاکستاني چارواکي ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت دغه ادعاوې ردوي.

روان کال د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب کونړ ته د سفر پر مهال پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونو ته په اشارې ویلي چې دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي.

تېره میاشت کې پر کونړ د پاکستاني ملېشو په راکټونو بریدونو کې د چارواکو په وینا اته ملکي وګړي وژل شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر هم د روان کال د وږې میاشت کې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د نورو ستونزو د هواري ترڅنګ پر کونړ او نورو ولایتونو د راکټونو ویشتلو بندولو غوښتنه کړې وه.