ارگ ته نژدې د وسله والو برید پای ته رسیدلی

د وسله والو له خوا د لوی اختر په لومړۍ ورځ د رکاخانې له سیمې د برید وروسته امنیتي ځواکونه دا سیمه په بشپړه توګه کلابنده کړې وه

افغان امنیتي مقاماتو ویلي دي چې د کابل ښار عیدگاه جومات ته نژدې وسله وال برید د ټولو حمله کوونکو په وژلو پای ته رسیدلی دی.

د کابل پولیسو مطبوعاتي مشاور حشمت الله ستانکزي د امریکا غږ ته وویل چې د سه شنبې د ورځې (زمري ٣٠) په سهار شاوخوا نهه بجې هغو بریدگرو چې د لومړی امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یو سرای کې پټ شوي وو د توغندیو په توغولو پیل وکړ.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په پخپل ټویټر لیکلي دي چې د کابل په ننني برید کې دوی لاس نه لري. تر اوسه بلې کومې ډلې هم ددې برید پړه نده منلې.

یو راکټ هغه وخت اماني لیسې ته نژدې پریوت چې د ارگ په جومات کې د اختر لمونځ روان و او له لمانځه وروسته د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا کوله.

ښاغلي غني دغه برید ته په اشارې وویل چې مخالفې وسله والې ډلې د جگړې، چاودنو او ځانمرگو بریدونو لپاره هیڅ دیني توجیه نه لري. هغه وویل "که دوی فکر کوي، چې د راکټونو تر حملو لاندې دا ولس سر ټیټوي بیا دې فکر وکړي."

جمهور رئیس غني زیاته کړه چې "دا ولس اوچت او دریدلی ولس دی،با شهامت ولس دی او همیشه به د خپل استقلال له خپلې ازادۍ څخه او د خپلو اسلامي عنعناتو څخه څخه دفاع وکړي."

تر اوسه د بریدګرو له خوا د توغول شوو توغندیو دقیق شمیر څرګند نه دی، خو ځینو سیمه ییزو رسنیو یې شمیر تر دولسو ښودلی دی.

خو حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته د کابل په لومړۍ او لسمه حوزه کې د دریو توغنیدیو لګیدل تائید کړي دي. یوې بلې امنیتي سرچینې بیا د دغو توغندیو شمیر لس ښودلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي،دا توغندي د یوې وسله والې ډلې له خوا، چې شمیر یې تر څلور تنو اټکل کیږي او د کابل ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یې د "رکا خانې" په سیمه کې په یو کور کې ځای نیولي توغول شوي وو.

د کورنیو چارو د وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د برید په لومړیو شیبو کې افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل او د بریدګرو د برید مخه یې ونیوله.

ښاغلي مهر وویل " تروریستانو او د اففغانستان د سولې او ثبات دښمنانو هڅه کوله، چې د بریدونو په پیل او په ښار کې د موټړو پواسطه پر ملکي او پوځي ځایونو پر یو وخت بریدونه ترسره کړي، د نیکه مرغه د افغان امنیتي ځواکونو پر وخت د اقداماتو له امله دا برید په هغه ساحه کې، چې بریدګر ځای پرځای شوي وو، د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس خنثی شوي او بریدګر زمونږ په محاصره کې دي".

ښاغلي مهر وویل،چې دا برید سهار شاوخوا نهه بجې پیل شوی وو او په تیرو شاوخوا څلورو ساعتونو کې بریدګرو سره د افغان امنیتي ځواکونو په جګړه کې درې بریدګر تراوسه وژل شوي دي.

هغه وویل، په سیمه کې لا هم د نورو بریدګرو د شتون احتمال شته دی.

هغه وویل، پولیسو هغه موټرې هم خنثی کړي، چې بریدګرو غوښتل پرې د ښار په ځینو سیمو کې بریدونو کې کار واخلي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته، د بریدګرو شمیر دوو او دریو ترمنځ وښود او ویې ویل، چې بریدګر وژل شوي او د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د سیمې تصقیه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، په دې برید کې ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او یوازې دوه امنیتي کارکوونکي ټپیان شوي دي.