ډي سانټیس د جمهوري ریاست له سیالۍ ووت ؛ د ټرمپ ملاتړ کوي

د متحده ایالاتو فلوریډا ایالت والي ران ډي سانټیس چې یو وخت د جمهوري ریاست په سیالیو کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مهم سیال بلل کیده، یکشنبه جنوري ۲۱ (سلواغې لومړۍ ) د سیالیو څخه لاس واخیست او د ښاغلي ټرمپ سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلي سانټیس په یوې ویډیویي پیغام کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې یې خپور کړی ویلي چې د آیوا ایالت ګوندي غونډې کې د دویم مقام تر لاسه کولو وروسته " که چیرته بري ته څرګنده لار ونلرو، د خپلو پلویانو څخه نشم غوښتی چې خپل وخت او امکانات را هدیه کړي".

هغه پدې ویډیویي پیغام کې ویلي، " په همدې اساس، زه نن خپله مبارزه دروم".

ښاغلي سانټیس داسې وخت خپله انتخاباتي مبارزه بنده کړه چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته د نیوهامپشیر په ایالت کې مقدماتي مقدماتي انتخابات وشي.

د دې انتخاباتو څخه وړاندې د نظر معلومولو په سرویګانو کې څرګنده شوې وه چې ډي سانټیس د جمهوري غوښتونکي ګوند تر ټولو مخکښ کاندید او مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څخه ډیر شاته دی.

د فلوریډا ایالت والي پخپل پیغام کې دا هم ویلي چې ورته څرګنده شوې اکثریت جمهوري غوښتونکي غواړي ډونالډ ټرمپ ته یو بل فرصت ورکړي او دا یې هم ویلي چې د کرونا وبا په ګډون د ښاغلي ټرمپ سره په نورو برخو کې د نظر اختلافات لري.

ډي سانټیس وړاندې ویلي، " هغه (ډونالډ ټرمپ) زما ملاتړ لري ځکه چې د پخوا زمانې جمهوري غوښتونکو ګارد ته نشو ستنیدلی یا هغه سیستم ته چې واک یې د موسسو سره وي او نیکي هیلي یې استازیتوب کوي".

د ډي سانټیس وتل پدې معنی چې د نیوهامپشیر په مقدماتي انتخاباتو کې به ښاغلی ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي سره سیالي وکړي.

میرمن هیلي تر دې وړاندې ویلي و که ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید شي، دا به ځان کاندید نه کاندي.

د آیوا ایالت په ګوندي انتخاباتو کې نیکي هیلي چې په خټه هندۍ ده، دریم مقام ګټلی و. پدې انتخاباتو کې ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ۵۱، ډي سانټیس ۲۱ او نیکي هیلي ۱۹ په سلو کې رایې ګټلې وې.

د متحده ایالاتو په تاریخ کې هیڅ یو کاندید په مقدماتي او ګوندي انتخاباتو کې په همدې دوو ایالتونو کې تر بري وروسته ماتې نده خوړلې او پوخ اټکل دا دی چې د نیوهامپشیر په ایالت کې په مقدماتي انتخاباتو کې تر بري وروسته به ډونالډ ترمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید وي چې د نومبر په میاشت کې به د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره سیالي کوي.

جو بایډن د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړې وه خو ټرمپ تر اوسه دا ادعا لري چې پدې انتخاباتو کې ټګي برګي شوې وه او دا چې انتخابات یې ګټلي و.