ننګرهار نه د سولې پیغام په نوم د باسیکل ځغلونې سیالۍ پیل شوې

د باسیکل ځغلونې دغو سیالیو کې د شپاړسو ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړي برخه لري چې له ننګرهار یې سفر پیل کړ او څلورو ورځو کې به کابل، وروسته کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته ولاړ شي.

د افغانستان د باسیکل ځغلونې فدراسیون مشر فضل احمد فضلي د دغو سیالیو د پرانیستې پر وخت وویل:"له ننګرهار څخه کابل، له کابل څخه به کاپیسا او کاپیسا څخه به پنجشیر ته د۳۹۰ کيلو متره فاصلې سره سفر وکړي او په بېرته را ګرځیدو سره به د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کالیزې په لمانځنه کې هم ونډه واخلي ."

هغه زیاته کړه، د سیالیو په پایله کې به د سولې او پخلاینې پیغام د لیږد ترڅنګ ملي لوبډلې ته ۱۵ غوره لوبغاړي هم په نښه کړي.

د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ هم دغو مراسمو کې ګډون کړی و، ویې ویل:"موږ د دغو لوبو ملاتړ کوو او هېله لرو چې لوبغاړي له ننګرهاره د سولې امن پېغام یوسي."

د باسیکل ځغلونې لوبغاړی قیس حیدري چې د کابل ولایت دی او د دغه سفر برخوال دی خبریالانو ته یې وویل:"موږ به په لاره کې له ډېرو او بېلابېلو خلکو سره مخ کېږو، هغوی ته به د سولې پېغام ورسوو او هڅه به وکړو چې دا پېغامونه په ښه بڼه د خلکو غوږونو ته ورسوو."

دغه لوبغاړي چې له کابله یې ننګرهار ته ۱۲۰ کیلومتره لاره وهلې ده تر پنجشېر ولایت پورې به یې ټول مزل ۱۹۰ کیلومتره وي چې وروسته به بېرته کابل ته ولاړ شي.